کورپاڼه / جالب / تايلېنډيان ولې او څنګه د لاس کرښې بدلوي؟
تايلېنډيان ١

تايلېنډيان ولې او څنګه د لاس کرښې بدلوي؟

په نړۍ کې ډېرى خلک دې ته لېواله وي چې د خپل راتلونکي په اړه معلومات معلوم کړي، چې د دې لپاره ډېرى خلک بيا د لاسونو کتونکو يا د لاس د کرښو کتونکو خواته هم ورځي، چې هغوى ورته د خپل قسمت يا راتلونکي په اړه معلومات هم ورکوي.

دا خبره څومره رښتيا او يقيني ده، دا خو ويل ګرانه ده، خو ډېر خلک بيا هم په دې باور کوي او د خپلو لاسونو د کرښو له لارې غواړي چې خپل راتلونکى معلوم کړي.

خو تايلېنډيان بيا د خپل قسمت يا راتلونکي معلومولو لپاره داسې ځايونو ته ورځي، چې هلته نه يوازې دا چې د قسمت يا راتلونکي په اړه معلومات واخلي، بلکې په خپله خوښه يې جوړ کړي.

تايلېنډ يو داسې هېواد دى چې هلته خلک دې ته ډېر لېواله وي چې د خپل قسمت يا راتلونکي په اړه معلومات ترلاسه کړي، اوس په دغه هېواد کې يوې ښځې نوى کاروبار پيل کړى دى، چې هغه د خلکو د لاسونو کرښې د ټيټو په مرسته بدلوي.

تايلېنډيان ٢

دا ښځه د تايلېنډ په نونتابوري کې اوسېږي او هلته خپل کاروبار پيل کړى دى، چې دې ښځې ته ورتلونکي کسان د خپلو لاسونو کرښې بدلوي او دا ښځه د دوى کرښې د دوى په خوښه د ټيټو په مرسته بدلوي.

د دې ښځې په ځاى کې د لاس د کرښو په اړه معلومات ورکونکي هم ناست دي، دوى لومړى د خلکو لاسونه ګوري، هغوى ته د هغوى د قسمت په اړه معلومات ورکوي او بيا ورته مشوره ورکوي، چې کومه کرښه څه ډول بدله کړي، تر څو قسمت يې ښه شي.

د يادولو وړ ده چې د لاس د کرښو کتل او د هغې له لارې د خپل قسمت په اړه ځان پوهول، نه يوازې په تايلېنډ کې خلک له دې سره شوق لري، بلکې په افغانستان کې هم داسې خلک شته، چې د خپل لاس کرښې ګوري او د خپل قسمت په اړه معلوماتو ته لېواله وي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …