کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شيکر دهون په اى پي ايل کې نوى ريکارډ جوړ کړ
شيکر دهون

شيکر دهون په اى پي ايل کې نوى ريکارډ جوړ کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکي او په اى پي ايل کې د ډيلي کاپيټلز لپاره لوبېدونکي شيکر دهون په اى پي ايل کې نوى ريکارډ جوړ کړ.

نوموړى لومړنى توپوهونکى شو، چې په دوه لوبو کې يې په پرلپسې ډول سليزې ووهلې، چې دا کارنامه تر شيکر دهون مخکې هېڅ لوبغاړي نه ده ترسره کړې.

د اى پي ايل په ٣٤مه لوبه کې، چې ډيلي کاپيټلز د چيناى سوپر کنګز لوبډلې سره د اکتوبر په ١٧مه نېټه ترسره کړه، شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره او سليزه يې ووهله.

په دغه لوبه کې شيکر دهون د ١ شپږيزې او ١٤ څلوريزو په مټ په ٥٨ توپونو ١٠١ ناسوځېدلې منډې وکړې او د ډيلي لوبډله يې بريا ته ورسوله، چې په دغه لوبه کې يې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.


همدا راز نن د ډيلي کاپيټلز لوبډله د کنګز اليون پنجاب لوبډلې پر وړاندې لوبېږي، چې ډيلي کاپيټلز لومړى توپوهنه ترسره کړه او ١٦٤ منډې يې وکړې.

شيکر دهون په دې لوبه کې هم د ٣ شپږيزو او ١٢ څلوريزو په مټ په ٦١ توپونو ١٠٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او دا ريکارډ يې جوړ کړ، چې په دوه پرلپسې لوبو کې يې دوه سليزې ووهلې.

شيکر دهون چې تراوسه پورې يې په روان اى پي ايل سياليو کې ١٠ لوبې ترسره کړې، له کى ايل راهول وروسته دويم توپوهونکى دى چې زياتې منډې يې ترلاسه کړې دي. کى ايل راهول ٥٣٣ او شيکر دهون ٤٦٥ منډې ترلاسه کړې دي، چې اوسط يې ٦٦.٤٢ دى.

همدا راز شيکر دهون بيا تراوسه پورې په اى پي ايل سياليو کې ١٦٩ منډې ترلاسه کړې دي او څلورم توپوهونکى دى، چې زياتې منډې يې ترلاسه کړې دي.

نوموړي ٥٠٤٤ منډې ترلاسه کړې دي، چې اوسط يې ٣٥.٠٢ دى او سټرايک رېټ يې ١٢٦.٧٠ دى، همدا راز نوموړي ٢ سليزې او ٣٩ پنځوسيزې وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى او نوين الحق

د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، څه يې وويل؟

پرون په لنکا پريمئير ليګ کې د افغانستان چټک توپ اچونکي نوين الحق له دوه …