کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د شيکر دهون سليزه په سيند لاهو شوه، پنجاب څلورمه بريا خپله کړه
شيکر دهون او نيکولاس پوران

د شيکر دهون سليزه په سيند لاهو شوه، پنجاب څلورمه بريا خپله کړه

د ډيلي کاپيټلز له لوري شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره او سليزه يې ووهله، خو لوبډله يې بريالۍ نه کړاى شوه او کنګز اليون پنجاب څلورمه بريا هم خپله کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٣٨مه لوبه د ډيلي کاپيټلز او کنګز اليون پنجاب لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

په پيل کې د لوبې پچه ډيلي کاپيټلز وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

ډيلي کاپيټلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره او ١٠٦ ناسوځېدلې منډې يې وکړې، همدا راز شرياس اير او ريشب پانټ ١٤-١٤ منډې ترلاسه کړې.

دا د شيکر دهون پرلپسې دوه لوبو کې دويمه سليزه ده، چې په پرلپسې دوه لوبو کې د دوه سليزو په وهلو سره يې ريکارډ جوړ کړ، هغه په اى پي ايل کې لومړنى توپوهونکى شو چې دا کارنامه يې ترسره کړه.

د کنګز اليون پنجاب له لوري محمد شامي ٢، ګلين ميکسويل، جيمز نيشام او ايم اشوين ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٦٥ منډو هدف د کنګز اليون پنجاب لوبډلې په ١٩ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره او د ٥ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري نيکولاس پوران چټکې ٥٣ منډې وکړې، ګلين ميکسويل ٣٢ او کريس ګيل ٢٩ منډې وکړې.

د ډيلي کاپيټلز له لوري کاګيسو رباډا ٢، اکشر پټيل او ار اشوين ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شيکر دهون ته ورکړل شوه، چې په لوبه کې يې سليزه وهلې وه.

دا د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ١٠مه لوبه وه چې ٤مه بريا يې خپله کړه، همدا راز د ډيلي کاپيټلز هم ١٠مه لوبه وه چې دريمه ماتې يې وخوړه. ډيلي کاپيټلز تر ټولو زياتې ٧ لوبې ګټلې دي او د ١٤ نومرو سره د جدول په سر کې ده.

سبا د اکتوبر په ٢١مه نېټه به د اى پي ايل ٣٩مه لوبه د کلکته نايټ رايډرز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زيد کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال په اسټراليا کې کرنټين شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي، د ملي لوبډلې مخکښ ورو …