د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه شل کاله مخکې واده کړى و، چې د هغه د واده پرون شل کلونه پوره شوي دي او په دې موقع نوموړي له خپلې ښځې سره ګډ عکسونه خپاره کړي دي چې دواړه د واده ٢٠مه کليزه لمانځي.
شاهد اپريدى چې د پاکستان په قبايلي سيمه (خېبر اېجنسۍ) کې زېږېدلى او په کراچۍ کې ژوند کوي، د اپريديو له قبيلې څخه دى، چې پوره نوم يې صاحبزاده محمد شاهد خان اپريدى دى.
شاهد اپريدي په ١٩٩٦ کال کې په لومړي ځل د پاکستان لپاره په نړيوالو لوبو کې ګډون کړى و او له هغه وروسته يې بيا تر ډېره پورې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې په ٢٠١٨ کال کې يې خپله وروستۍ لوبه ترسره او له کرکټ څخه يې استعفا ورکړه.
شاهد خان اپريدي له نن څخه شل کاله مخکې د ناديه شاهد سره واده کړى و، چې دواړه پنځه لوڼه هم لري. د شاهد اپريدي د لوڼو عکسونه که څه هم په ټولنيزو رسنيو کې خپرېږي، خو د مېرمنې عکسونه يې کله نه دي خپاره شوي.
Today marks 20 years of marital bliss; Alhamdulillah blessed to have a life partner so caring, understanding and a wonderful mother to our children-despite me forgetting our anniversary today she still forgave me; another one of her beautiful qualities.Congratulations @nsaafridi pic.twitter.com/P0EzkuPJTG
— Shahid Afridi (@SAfridiOfficial) October 20, 2020
تازه شاهد اپريدي په يو ټويټ کې ليکلي دي، چې د هغه د واده شل کلونه پوره شو او په دې ورځ يې د خپلې مېرمنې څخه هم مننه کړې ده، چې د هغه پام يې ساتلى او د هغه هر ډول خيال يې ساتلى دى.
دواړو د واده دا شلمه کليزه د کېک په پرې کولو سره لمانځلې ده او شاهد اپريدي له خپلې مېرمنې سره اخيستل شوي ګډ عکسونه هم په ټويټر کې خپاره کړي دي، په يو عکس کې ښکاري چې شاهد اپريدى خپلې مېرمنې ته ګلان ورکوي او په بل عکس کې بيا کېک پرې کوي، خو په دې عکسونو کې يې مېرمن بيا خپل مخ پټ کړى دى.
د يادولو وړ ده چې شاهد اپريدي د پاکستان لپاره ٢٧ ټېسټ، ٣٩٨ نړيوالې يو ورځنۍ او ٩٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. هغه په ټېسټ لوبو کې ١٧١٦، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٨٠٦٤ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٤١٦ منډې ترلاسه کړې دي.
همدا راز نوموړي په ټېسټ لوبو کې ٤٨، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٣٩٥ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٩٨ ويکټې هم ترلاسه کړې دي.