کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٣٩مه لوبه: ايون مورګن او ويراټ کوهلي به نن مېدان کې مخامخ شي
ايون مورګن او ويراټ کوهلي

اى پي ايل ٣٩مه لوبه: ايون مورګن او ويراټ کوهلي به نن مېدان کې مخامخ شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٣٩مه لوبه نن د کلکته نايټ رايډرز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

رايل چېلنجرز بېنګلور چې ويراټ کوهلي يې لوبډلمشر دى، تراوسه پورې ٩ لوبې ترسره کړې دي چې په ٦ لوبو کې يې بريا خپله کړې او د ١٢ نومرو سره په جدول کې په دريم مقام کې قرار لري.

همدا راز کلکته نايټ رايډرز هم بيا ٩ لوبې ترسره کړې دي چې پنځه برياوې يې خپلې کړې دي او د ١٠ نومرو سره په جدول کې په څلورم مقام کې قرار لري.

بېنګلور خپله وروستۍ لوبه د راجستان رايلز لوبډلې سره ترسره کړې وه، چې د ٧ ويکټو په توپير يې ماتې ورکړې وه، همدا راز کلکتې بيا وروستۍ لوبه له سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره ترسره کړې وه، چې په سوپر اور کې يې بريا خپله کړې وه.

رايل چېلنجرز بېنګلور او کلکته نايټ رايډرز بيا په روان ليګ کې د يو بل پر وړاندې په ٢٨مه لوبه کې مخامخ شوي و، په دغه لوبه کې چې بېنګلور د ١٩٥ منډو هدف وټاکه، کلکتې ونه شول کولاى چې ياد هدف پوره کړي او ١١٢ منډې يې وکړې چې د ٨٢ منډو په ستر توپير بېنګلور بريا خپله کړه.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

کلکته نايټ رايډرز: شوبمن ګيل، راهول ټريپاټي، نيتيش رانا، ايون مورګن (لوبډلمشر)، انډري رسل\سنيل ناراين، دينيش کارتيک (ويکټ ساتونکى)، پاټ کومنز، لوکي فيرګوسن، کلديپ يادو، ورون چکرورتي او شيوام ماوي.

رايل چېلنجرز بېنګلور: ديودت پاډيکال، ارون فنچ، ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، اې بي ډيويليرز (ويکټ ساتونکى)، شيوام ډوبى\ګورکيرت من، کريس موريس، واشنګټن سندر، ايسورو ادانا، نوديپ سېني\محمد سراج، شهباز احمد او يوژيندرا چاهل.

د يادولو وړ ده چې دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره ډېره مهمه ده، ځکه چې کنګز اليون پنجاب او راجستان رايلز هم که په پرلپسې برياوې خپلې کړي، نو کولاى شي چې دا دواړه لوبډلې رالاندې کړي او په خپله ترې مخکې شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيويډ وارنر او کيرون پولارډ

اى پي ايل ٥٦مه لوبه: حېدراباد د ممبۍ پر وړاندې، نن به د حېدراباد او کلکتې د قسمت پرېکړه وشي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٦مه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او ممبۍ …