کورپاڼه / ريکارډونه / هغه توپوهونکي چې شل اوريزو لوبو کې يې پرلپسې سليزې وهلي
ډيويډ وارنر او شيکر دهون

هغه توپوهونکي چې شل اوريزو لوبو کې يې پرلپسې سليزې وهلي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سياليو کې پرون د ډيلي کاپيټلز توپوهونکي شيکر دهون ١٠٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او دا يې په پرلپسې دويمه لوبه کې دويمه سليزه وه.

تر دې مخکې نوموړي په تېره لوبه کې د چيناى سوپر کنګز پر وړاندې زبردسته توپوهنه وکړه او ١٠١ منډې يې وکړې، چې خپله لوبډله يې هم بريا ته ورسوله.

په دواړو لوبو کې نوموړي د غوره لوبغاړي جايزې هم ترلاسه کړې.

شيکر دهون

شيکر دهون د اى پي ايل په تاريخ کې لومړنى توپوهونکى شو، چې دوه پرلپسې سليزې يې ووهلې، خو که د ټولو شل اوريزو لوبو خبره وشي، نو نوموړى بيا نهم توپوهونکى شو چې په دوه شل اوريزو لوبو کې يې پرلپسې دوه سليزې ووهلې.

ډيويډ وارنر په ٢٠١١ کال کې په چيپميز ليګ شل اوريزو لوبو کې دوه لوبو کې پرلپسې دوه سليزې وهلې وې، انموکت چاند بيا په ٢٠١٣ کال کې په سيد مشتاق علي شل اوريزو لوبو کې دوه لوبو کې دوه غبرګې سليزې وهلې وې.

ډيويډ وارنر

لوکي رايټ په نېټ ويسټ شل اوريزو بلاسټ سياليو کې په ٢٠١٤ کال کې دوه لوبو کې دوه سليزې وهلې وې، په ٢٠١٥ کال کې بيا ميکايل کلينګر په نېټ ويسټ ټي ٢٠ بلاسټ او کيوين پيټرسن په رام سلم ټي ټوينټي سياليو کې دوه لوبو کې دوه سليزې وهلې وې.

مارکو ماريس بيا د افريقا ټي ټوينټي کپ کې په ٢٠١٨ کال کې دوه لوبو کې دوه سليزې ووهلې، همدا راز ريضا هينډريکس په مزانسي سوپر ليګ کې په ٢٠١٨ کال کې دوه لوبو کې دوه سليزې ووهلې.

ايشان کشن بيا په ٢٠١٩ کال کې په سيد مشتاق علي شل اوريزو سياليو کې دوه لوبو کې دوه سليزې ووهلې او اوس تازه شيکر دهون په اى پي ايل کې په دوه لوبو کې دوه سليزې ووهلې.

Loading...

دا هم ولولئ

ممبۍ انډينز

اى پي ايل پايلوبه: کوم کوم ريکارډونه جوړ شو؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل پايلوبه پرون شپه د ډيلي کاپيټلز او …