کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د سلمان خان کورنۍ د کرکټ لوبډله اخيستې، کريس ګيل يې هم په لوبډله کې شامل دى
سلمان خان

د سلمان خان کورنۍ د کرکټ لوبډله اخيستې، کريس ګيل يې هم په لوبډله کې شامل دى

د هندي سينما مشهور هنرمند سلمان خان کورنۍ هم په يو تجارتي ليګ کې د کرکټ لوبډله اخيستې ده، چې مشهور او نوموتى توپوهونکى کريس ګيل هم د دوى په لوبډله کې شامل دى.

د سلمان خان کشر ورور سهيل خان او پلار سليم خان د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ\ايل پي ايل) کې د کينډي ټسکرز په نوم لوبډله اخيستې ده، چې تېره ورځ د دې ليګ لپاره د ډرافټ مراسم هم ترسره شو.

دا تجارتي ليګ چې لومړى پړاو به يې د راتلونکې مياشتې نومبر په ٢١مه نېټه پيل شي.

د سلمان خان کورنۍ وايي، چې په دې تجارتي ليګ کې دوى ته ډېر ټېلنټ ښکاره کېږي او ښايي ډېر مخکې لاړ شي، همدا لامل دى چې دوى په دې ليګ کې لوبډله اخيستې ده.

د سلمان خان کشر ورور سهيل خان وايي، چې سلمان خان به د کينډي ټسکرز لوبډلې په ټولو لوبو کې ګډون وکړي او زموږ د لوبډلې لوبغاړي به د هرې لوبې پر مهال وهڅوي.

سهيل خان چې په دې لوبډله يې مصارف کړى دى، د لوبډلې په اخيستو هم ډېر خوشحاله دى. نوموړى وايي، چې هغه له خپلې لوبډلې ډېر خوشحاله دى او د کريس ګيل په څېر لوبغاړى هم د هغوى په لوبډله کې شامل دى.

نوموړي همدا راز ويلي دي، چې موږ سره د کوشل پريرا، ليام پلنکيټ، وهاب رياض، کوشل مينډس او نووان پراديپ په څېر لوبغاړي دي، چې دوى به خپل کمال ښکاره کړي.

د يادولو وړ ده چې د سريلانکا کرکټ بورډ په لومړي ځل د لنکا پريمئير ليګ سيالۍ په نومبر مياشت کې پيلوي. د دې سياليو لپاره د لوبغاړو د ډرافټ مراسم دوه ورځې مخکې ترسره شو، چې لسګونه افغان لوبغاړي هم پکې شامل و، خو يوازې دوه لوبغاړي د دوه بېلا بېلو لوبډلو له لوري واخيستل شول، چې پکې حضرت الله ځاځى د ګال ګليډيټرز او نوين الحق د کينډي ټسکرز لوبډلو واخيستل.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

په سريلانکايي ژبه کې د رحمان الله ګربز خبرې + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز چې اوسمهال …