کورپاڼه / خبرونه / فرهان يوسفزى: د ميليون جام تنظيموونکي د کرکټ بورډ پوروړي دي
فرهان يوسفزى

فرهان يوسفزى: د ميليون جام تنظيموونکي د کرکټ بورډ پوروړي دي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى وايي، چې د ميليون جام ليګ تنظيموونکي د کرکټ بورډ پوروړي دي او بايد له هر څه وړاندې دې خپل تېر حساب پاک کړي.

هغه همدا راز دا هم ويلي دي، چې د ليګ تنظيموونکي دې د کرکټ پورډ ته ضمانت په توګه پېسې ورکړي، د فساد ضد کوډ د عملي کېدو لپاره دې شرايط مساعد کړي او کوم خلک چې په ياد ليګ کې سهم لري، د هغوى مالومات دې کرکټ بورډ ته ورکړي.

فرهان يوسفزي چې په خپله فېسبوک پاڼه اته شرطونه د ميليون جام تنظيموونکو لپاره خپاره کړي دي، په هغې کې دا هم راغلي دي، چې په ملي لوبغاړو ډېر مصارف شوي دي، چې د هغوى د روغتيا او امنيت په برخه کې دې ميليون جام ليګ مسوولين خپل موقف واضح کړي.

د دې متن په پنځمه ماده کې راغلي دي، چې کوم لوبغاړي چې د کرکټ بورډ سره رسمي قرارداد لري، هغه څوک بايد د ميليون جام تنظيموونکي ونه اوسي. همدا راز ويل شوي دي چې ملي لوبغاړي بايد له هر څه مخکې ملي دندو ته لومړيتوب ورکړي.

فرهان يوسفزى

په دې شرطونو کې ويل شوي دي، چې که ميليون جام ليګ پورته ياد شوي ټول شرطونه پوره کړي، نو له هغه وروسته دې د عدم اعتراض سند لپاره کرکټ بورډ ته مراجعه وکړي.

په پاى کې ليکل شوي: ((کرکټ اوسمهال نه يوازې لوبه ده، بلکې د افغانانو پر هويت ګرځېدلى چې هېڅوک او لورى بايد د شخصي ګټو لپاره پارونکې څرګندونې او کړنې ونه کړي.))

د يادولو وړ ده چې ملي لوبغاړى شاپور ځدراڼ د ميليون جام ليګ مشري په غاړه لري، د دې ليګ لپاره ټولې لوبډلې پلورل شوي دي، همدا راز په لمر ټلويزيون دا په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي او د ليګ مسوولين وايي چې ملي لوبغاړي به هم په دې کې ګډون وکړي.

د ميليون جام ليګ مسوولين وايي، چې دوى د ليګ ترسره کېدو لپاره NOC ترلاسه کړې ده او دوى سره ټول اسناد په لاس کې دي او هېڅوک يې هم مخه نه شي نيولى. دوى هغه سند هم خپور کړى دى، چې د کرکټ بورډ د اجراييه رييس او کرکټ ډايريکټر لاسليکونه پرې دي او هغوى د ليګ اجازه ورکړې وه.

همدا راز ويل کېږي چې نن په خوست کې د کرکټ بورډ پر ضد ستر لاريون هم ترسره کېږي او خلک به په دې کې له کرکټ بورډ غوښتنه وکړي چې د ميليون جام ليګ د ترسره کېدو مخه دې نه نيسي.

Loading...

دا هم ولولئ

افتاب عالم

افتاب عالم د ناروغۍ له امله له سريلانکا څخه بېرته هېواد ته راستنېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى چې په سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير …