کورپاڼه / ليکنې / د شېر اغا همکار د فساد اسناد، د ميليون جام ليګ د مخنيوي لامل خو به دا نه وي؟
شېر اغا همکار

د شېر اغا همکار د فساد اسناد، د ميليون جام ليګ د مخنيوي لامل خو به دا نه وي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى منېجر او د ميليون جام ليګ ډايريکټر شېر اغا همکار د افغانستان غوره ليګ کې د فساد او کميشن په تور له کرکټ بورډ څخه ويستل شوى و.

د کرکټ بورډ ځينو سرچينو خپلواک وېبپاڼې ته هغه اسناد ورکړي دي، چې له امله يې شېر اغا همکار د ملي لوبډلې له منېجرۍ او له کرکټ بورډ څخه ويستل شوى و.

يادې سرچينې خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې د ميليون جام ليګ د ډايريکټر په توګه د شېر اغا همکار ګمارل، کرکټ بورډ ته د منلو نه ده، ځکه چې نوموړى د اې پي ايل پر مهال په فساد کې ښکېل و.

خپلواک وېبپاڼې د عبدالرزاق او سولمان ماير هغه ايمېلونه هم ترلاسه کړي دي، چې دواړو لوبغاړو د افغانستان کرکټ بورډ ته کړي دي او د شېر اغا همکار په تړاو يې ورته ويلي دي، چې هغه ترې په اې پي ايل کې د لوبېدو په بدل کې کمېشن غوښتى.

عبدالرزاق ايمېل

د عبدالرزاق په ايمېل کې ليکل شوي دي، چې د ملي لوبډلې منېجر شېر اغا همکار ورته ويلي، چې هغه ته بايد ٥٠٠ ډالر ورکړي او که يې ور نه کړل، نو بل کال ته به په اې پي ايل کې ونه لوبېږي. هغه همدا راز دا خبره هم کړې ده، چې ٥٠٠ يورو يې شېر اغا همکار ته ورکړي دي.

همدا راز سولمان ماير هم په خپل ايمېل کې د دې خبرې يادونه کړې ده، چې له هغه څخه شېر اغا همکار د ليګ د نيمايي پېسو غوښتنه کړې ده.

سولمون ماير

د افغانستان غوره ليګ کې د فساد او کمېشن لپاره يوه کمېټي په ٢٠١٩ کال کې د مۍ په ٤مه نېټه جوړه شوې وه، چې ولي امين، عتيق عباس، انور شاه قرېشي، منهاج راز او محمد همايون شهاب پکې ګډون درلود، دوى د شېر اغا همکار په تړاو څېړنې وکړې او وروسته په هغه لګول شوي تورونه ثابت شو. شېر اغا همکار د ځينو نورو کسانو نومونه هم اخيستي و، خو د هغوى په اړه يې هېڅ اسناد نه درلودل.

زموږ د معلوماتو له مخې، شېر اغا همکار په ٢٠١٨ کال اې پي ايل سياليو کې د ٣٩ ملي او ځوانو لوبغاړو څخه د ١٥٠٠ څخه تر ١٥٠٠٠ پورې درهم د کميشن په نوم اخيستي و، چې وروسته بيا کرکټ بورډ هغه ټولې پېسې له نوموړي واخيستې او لوبغاړو ته يې ورکړې.

د همکار اسناد

د کرکټ بورډ ځينو سرچينو خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې د ميليون جام ليګ په تړاو کرکټ بورډ دا اندېښنه لري، چې له دې سره به د افغانستان نوم بدنام شي، ځکه هغه کسان پکې دي، چې مخکې له کرکټ بورډ څخه د فساد په تور ويستل شوي دي.

د يادولو وړ ده چې شېر اغا همکار د ٢٠١٩ کال د دسمبر په پنځمه نېټه له دندې ليرې شوى و.

د ميليون جام ليګ په سر ناندرۍ

د ميليون جام ليګ چې له څو کلونو راهيسې په افغانستان کې ترسره کېږي، تېر درې کاله دا ليګ ترسره نه شو او دا ځلې د ملي لوبډلې لوبغاړى شاپور ځدراڼ غواړي، چې دا ليګ په لويه کچه ترسره کړي.

شاپور ځدراڼ چې د دې ليګ مشري لري، د ليګ ټولې لوبډلې پلورل شوي دي او همدا راز د لمر ټلويزيون سره يې قرارداد هم کړى دى، چې په ژوندۍ بڼه به سيالۍ نشر شي.

خو د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى وايي، چې د ميليون جام ليګ مسوولينو NOC نه ده ترلاسه کړې او همدا راز ملي لوبغاړي که په کوم ليګ کې ګډون کوي، نو هغوى به هم NOC ترلاسه کوي.

په داسې وخت کې بيا کرکټ بورډ اعلان کړى دى، چې د ملي لوبډلې لوبغاړي د يو تمريناتي کمپ لپاره بهر لېږي.

خو بل لوري ته بيا شاپور ځدراڼ وايي، چې هغه د ميليون جام ليګ ترسره کېدو لپاره ټول اسناد په لاس کې لري، هغه له کرکټ بورډ څخه NOC ترلاسه کړې ده او هېڅوک د دې ليګ د ترسره کېدو مخنيوى نه شي کولاى.

ويل کېږي چې په خوست کې د کرکټ بورډ پر ضد يو ستر لاريون هم ترسره کېدونکى دى. په دې لاريون کې به خلک د کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړي چې د ميليون جام ليګ مخه دې نه نيسي.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه عادتونه چې له نورو مو هوښيار ښکاره کوي

هغه عادتونه چې له نورو مو هوښیار ښکاره کوي

آیا تاسې ډېر هوښیار یا ځیرک یئ؟ دا یوه داسې پوښتنه ده چې هر څوک …