کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډواين براوو د اى پي ايل له پاتې سياليو بهر شو
ډواين براوو

ډواين براوو د اى پي ايل له پاتې سياليو بهر شو

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې مخکښ لوبغاړى ډواين براوو د اى پي ايل د پاتې سياليو څخه بهر شو.

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې يو مسوول رسنيو ته ويلي دي، چې ډواين براوو د ښي تشي د ټپي کېدو له امله د اى پي ايل له پاتې سياليو څخه بهر شوى دى او هغه به سبا (د اکتوبر په ٢٢مه نېټه) خپل هېواد ته ستون شي.

براوو د ډيلي کاپيټلز پر وړاندې په لوبه کې، چې د اکتوبر په ١٧مه نېټه ترسره شوې وه، يوازې ٣ اورونه ترسره کړل، براوو د وروستي يا ٢٠م اور ترسره کولو لپاره نه و، چې دا اور بيا رويندرا جډيجا ترسره کړ. په وروستي اور کې د بريا لپاره ١٧ منډې پکار وې، چې ٣ شپږيزې پرې ووهل شوې او دوه منډې ترلاسه شوې او لوبه يې له لاسه ووتله.

براوو همدا راز د چيناى سوپر کنګز په بله لوبه کې، چې د راجستان رايلز پر وړاندې يې ترسره کړه، هم ګډون ونه کړ.

٣٧ کلن ډواين براوو د ټپونو له امله د اى پي ايل د پاتې سياليو څخه بهر شو او هغه به بېرته خپل هېواد ته ستون شي. چيناى سوپر کنګز چې تراوسه پورې يې ١٠ لوبې ترسره کړې دي، چې ډواين براوو يوازې په ٦ لوبو کې ګډون وکړ او ٦ لوبغاړي يې وسوځول.

ډواين براوو د کارابين پريمئير ليګ پر مهال هم ټپي شوى و، چې له دې امله يې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې په لومړيو لوبو کې هم برخه نه وه اخيستې.

د يادولو وړ ده چې د چيناى سوپر کنګز لوبډله سږکال ډېره کمزورې روانه ده، تراوسه پورې يې په ١٠ لوبو کې يوازې درې برياوې خپلې کړې دي او په جدول کې تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د راشد خان د کرنټين دويمه ورځ، هغه په کرنټين کې څه کوي؟ ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې دوه ورځې وړاندې …