کورپاڼه / خبرونه / په خوست کې د کرکټ بورډ پر ضد لاريون؛ خلک د فرهان يوسفزي محاکمه غواړي
د فرهان يوسفزي پر ضد لاريون

په خوست کې د کرکټ بورډ پر ضد لاريون؛ خلک د فرهان يوسفزي محاکمه غواړي

په خوست کې د کرکټ بورډ پر ضد د کرکټ مينه والو لاريون کړى دى او له ولسمشر څخه يې غوښتنه کړې ده چې (مونږ د فرهان يوسفزي محاکمه غواړو.))

په خوست کې د کرکټ بورډ پر ضد دا لاريون وروسته له هغه کېږي، چې کرکټ بورډ وويل د ميليون جام ليګ مسوولينو له دوى څخه NOC نه ده ترلاسه کړې او دوى به اجازه ور نه کړي، چې پرته له NOC دې دا ليګ ترسره شي.

خو بل لوري ته د ميليون جام ليګ مشر شاپور ځدراڼ وايي، چې هغه د کرکټ بورډ څخه NOC ترلاسه کړې ده او ټول اسناد په لاس کې لري، چې هېڅوک به د دې ليګ مخنيوى ونه شي کولاى.

نن په خوست ولايت کې د ميليون جام ليګ د ترسره کېدو او د کرکټ بورډ او د فرهان يوسفزي پر وړاندې د خلکو لاريون روان دى.

هغه بېنرونه چې خلکو په لاسونو کې نيولي دي، پرې ليکل شوي: ((د لويې پکتيا د ولسونو لخوا، مونږ په خوست کې د ميليون جام ليګ په خپل وخت ترسره کول غواړو، په خوست کې ميليون جام ليګ د ملي اتلانو په شتون کې غواړو او مونږ د کرکټ بنسټيز پرمختګ غواړو.))


همدا راز په يو بل بېنر کې بيا د کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي په عکس چليپا راښکل شوې ده او پرې ليکل شوي دي: ((ولسمشره! مونږ د فرهان يوسفزي محاکمه غواړو. ولسمشره! کرکټ کرکټرانو ته وسپاره.))

د يادولو وړ ده چې ويل کېږي، سږکال د ميليون جام ليګ په لويه کچه ترسره کېدونکى و، چې ملي لوبغاړو هم پکې ګډون کاوه او لوبغاړو ته به سږکال د لوبېدو په بدل کې ډېرې پېسې هم ورکول کېدې.

خو کرکټ بورډ بل لوري ته بيا ويلي دي، چې د ملي لوبډلې لوبغاړي د تمريناتي کمپ لپاره له هېواده بهر لېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …