کورپاڼه / خبرونه / “هلکه کريس ګيل دې بې لارې کوي، د هغه چمونه دې شروع کړل”
مجيب الرحمان

“هلکه کريس ګيل دې بې لارې کوي، د هغه چمونه دې شروع کړل”

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان په ټولنيزو رسنيو کې ځينې تازه عکسونه خپاره کړي دي، چې په دوبۍ کې يې د ساعتيري پر مهال اخيستي دي.

مجيب الرحمان چې دا عکسونه په فېسبوکپاڼه کې خپاره کړي دي، هېڅ يې هم ورسره نه دي ليکلي، خو خلکو پرې بېلا بېلې تبصرې کړې دي.

مجيب الرحمان ١

مجيب الرحمان اوسمهال په دوبۍ کې دى او هلته د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سياليو کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره لوبېږي، خو نوموړي ته سږکال په ډېرو لوبو کې برخه نه ده ورکړل شوې.

مجيب الرحمان چې دا عکسونه يې شاوخوا يو ساعت مخکې خپاره کړي دي، تراوسه پورې پرې له سلو کسانو څخه زياتې تبصرې کړې دي.

مجيب الرحمان ٢

د مومن افغانمل په نوم يو کس ورته ليکلي دي: ((هلکه کريس ګيل دې بې لارې کوي، د هغه چمونه دې شروع کړل.)) کريس ګيل هم چې د کرکټ د نړۍ مخکښ توپوهونکى دى، په کنګز اليون پنجاب لوبډله کې لوبېږي.

مجيب الرحمان ٣

همدا راز د ارماني افغان په نوم يو کس مجيب الرحمان ته په تبصره کې ليکلي دي: ((ګوره مجيب لالا! ته ډېر اخلاقي انسان يې، ته هم پکې اوس خطا کېږې، خپل لباس مه هېروه.))

د مجيب الرحمان د عکسونو ستاينه هم ډېرو خلکو کړې ده، همدا راز ځينو کسانو ورته بيا دا هم ليکلي دي، چې په لوبو کې نه ښکاري، چېرته يې.

مجيب الرحمان ٤

د يادولو وړ ده چې کنګز اليون پنجاب تراوسه پورې په روان اى پي ايل کې ١٠ لوبې ترسره کړې دي، خو مجيب الرحمان ته يوازې په دوه لوبو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوى دى.

مجيب الرحمان ٥

يوه لوبه چې د کلکته نايټ رايډرز پر وړاندې کنګز اليون پنجاب ترسره کړه، مجيب الرحمان پکې په ٤ اورونو کې ٤٤ منډې ورکړې او کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه، همدا راز لوبه د سنرايزرز حېدراباد پر وړاندې وه، چې مجيب الرحمان پکې په ٤ اورونو کې ٣٩ منډې ورکړې او د کومې ويکټې په اخيستو بريالى نه شو.

Loading...

دا هم ولولئ

افتاب عالم

افتاب عالم د ناروغۍ له امله له سريلانکا څخه بېرته هېواد ته راستنېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى چې په سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير …