کورپاڼه / خپلواک / فرهان یوسفزی، سبا او بل سبا د شپږیزې لوبې وړیا وګورئ

فرهان یوسفزی، سبا او بل سبا د شپږیزې لوبې وړیا وګورئ

خپلواک وېبپاڼه (۷ اکتوبر ۲۰۱۹): د شپږیزې کرکټ لیګ د پرانیستې مراسم نن ماښام په کابل لوبغالي کې په شاندار ډول ترسره شول.

د دغه مراسمو پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر اعلان وکړ، چې راتلونکې دوه ورځې هېوادوال کولای شي چې په وړیا ډول کابل لوبغالي ته راشي او لوبې وګوري.

نوموړي همدا راز وویل، چې څومره ژمنې يې کړي دي، هغه یوه یوه پوره کوي او په دې کې یوه ژمنه دا وه چې د کرکټ ټلویزیون به جوړوي. هغه وویل چې اوس د ملي ټلویزیون سره په ګډه د کرکټ ټلویزیون جوړوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اتلانو مننه کوي چې ډېره مرسته کوي او همدا راز هېوادوالو ته خوشحالۍ راوړي. هغه وویل چې شپږیزه کرکټ لیګ ورته د مادي په ځای معنوي ارزښت ډېر لري.

په دغه مراسمو کې د ملي ټلویزیون مشر اسماعیل میاخېل هم خبرې وکړې او وې ویل چې لومړی ځل دی چې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ خپروي.

هغه وویل، چې خپله ټوله هڅه به کوي چې د شپږیزې سیالۍ په ښه ډول هېوادوالو ته وړاندې کړي. هغه زیاته کړه چې د کرکټ لوبه یوازینی سپورټ دی چې د افغانستان نوم يې په نړۍ کې ځلولی دی او افغان اتلانو هېواد ته سترې سیالۍ راوړي دي.

نوموړي همدا راز وویل، چې ملي ټلویزیون کې د سپورټ ټلویزیون جوړوي او دا کار د کرکټ په مرسته ترسره کوي.

همدا راز د شپږیزې د پرانیستې په مراسمو کې د ټولو لوبډلو له لوبغاړو هم په زړه پورې او خوندورې پوښتنې وشوې، چې د مراسمو خوند يې لا پسې زیات کړ.

په دغه مراسمو کې شهزاد عدیل او جاوېد امرخېل سندرې هم وویلې او دا راز اورلوبه هم پکې ترسره شوه.

د شپږیزې کرکټ لیګ د پرانیستې په دغه مراسمو کې سیاستوالو، لوبغاړو، سندرغاړو او د کرکټ ډېری مینه والو ګډون کړی و.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …