کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟
سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر مياشت کې به پيل شي، دا پرواز به شاوخوا ١٩ ساعته وي.

د معلوماتو له مخې، د نړۍ د دې اوږد پرواز لپاره به الوتکه د سنګاپور له هوايي ډګر څخه والوځي او د امريکا نيويارک ته به لاړه شي، دا پرواز به ١٨ ساعته او ٤٠ دقيقې وي، چې ويل کېږي دا به د نړۍ تر ټولو اوږد هوايي سفر وي، چې الوتکه به نېغ له سنګاپور څخه نيويارک ته ځي او په منځ کې به هېچرته هم دمه نه کوي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د سنګاپور د چيانګ هوايي ډګر څخه به د نيويارک د جان اېف کينيډي هوايي ډګر ته دا الوتکه ځي، چې ٨٢٨٧ ناټيکل ميله سفر به کوي او دا پرواز به د راتلونکې مياشتې د نومبر په نهمه نېټه پيل شي.

د دې سفر لپاره به د اير بس کى اى ٣٥٠-٩٠٠ ايکس ډبليو بي الوتکې وکارول شي، چې پکې ٤٢ د بزنس کلاس، ٢٤ پريميم او ١٨٧ اکانومي چوکۍ وي، په يوه اونۍ کې به ٣ ځلې پروازونه ترسره کېږي.

د يادولو وړ ده چې له دې مخکې هم د نړۍ د اوږد سفر وياړ د سنګاپور هوايي شرکت سره دى، چې د امريکې د نيوجرسي ښار پورې پرواز کوي، دا پرواز يې ٨٢٨٥ ناټيکل ميله دى.

د قطر ايروېز هم له دوحې څخه د نيوزيلېنډ تر اکلېنډ ښار پورې د ٩ زره ميلو سفر کوي، چې الوتکه په هېڅ ځاى کې دمه نه کوي او نېغ په نېغه اکلېنډ ته ځان رسوي، له دې امله دا هم د نړۍ اوږد پرواز ګڼل کېږي.

ياده دې وي چې د اسټراليايي هوايي شرکت يوې الوتکې تېر کال د ١١ زره ميله سفر کړى و، خو دا يو تجرباتي سفر و او په الوتکه کې هېڅ مسافر نه و، نو ځکه د دې الوتکې سفر د اوږدو پروازونو په ليسټ کې نه دى شامل.

Loading...

دا هم ولولئ

اميدواره

ولې زیاتره مېرمنې د ژمي په موسم کې امیندوارې کېږي؟

که چېرته امریکا، اروپا یا ځینې اسیایي هیوادونه وکتل شي، نو د حیرانتیا احساس به …