کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ کاروونکو لپاره ستر زېرى، نوى بدلون راروان دى
وټساپ

د وټساپ کاروونکو لپاره ستر زېرى، نوى بدلون راروان دى

د پېغام رسولو او ويډيويي زنګونو لپاره کارېدونکى مشهور اپليکېشن وټساپ چې هره ورځ پکې نوي نوي بدلونونه راروان دي، اوس د وټساپ مسوولينو پرېکړه کړې ده چې د وټساپ په (وېب) برخه کې نوى بدلون راولي.

د راپورونو په وېنا، د وټساپ د دې نوي بدلون له راتګ سره سم به هغه کسانو ته چې د وټساپ وېب بڼه کاروي، ډېره اساني رامنځته شي.

د وټساپ شرکت اوس د (وټساپ وېب) په برخه کې هم د ويډيويي او غږيزو زنګونو بدلون راولي، چې ويل کېږي ډېر ژر به دا خدمات خلکو ته وړاندې کړي.

اوسمهال يوازې په موبايل کې د وټساپ کاروونکي بل چاته ويډيويي او غږيز زنګونه کولاى شي، هغه کسان چې د وټساپ وېب برخه کاروي، هغوى نه شي کولاى چې له کمپيوټر يا لېپټاپ څخه ويډيويي يا غږيز زنګونه ووهي.

د وټساپ د دې نوې ځانګړتيا په اړه ويل کېږي، چې ښايي په راتلونکو څو اونيو کې به دا ځانګړتيا د وټساپ ټولو کاروونکو ته وړاندې شي او هر څوک به يې وکارولى شي.

د وټساپ بيټا انفو له لوري د دې نوي بدلون ځينې سکرين شاټونه هم خپاره شوي دي، چې پکې ليدل کېږي چې د کمپيوټر يا لېپټاپ (وټساپ وېب) له لارې هم خلک غږيز او ويډيويي زنګونه وهلى شي.

وټساپ سکرين شاټ

په سکرين شاټ کې ليدل کېږي، چې کله تاسې ته په وټساپ وېب زنګ راشي، نو يو نوى باکس به راخلاص شي، چې هلته به تاسې بيا د زنګ پورته کول او بېرته رد کولو صلاحيت ولرئ.

د يادولو وړ ده چې وټساپ د پېغام رسولو يا هم د خبرو کولو په برخه کې يو هغه اپليکېشن دى، چې تر ټولو ډېر کاروونکي لري او په ټوله نړۍ کې يې خلک کاروي. دا اپليکېشن د فېسبوک شرکت له لوري څو کاله مخکې اخيستل شوى و.

Loading...

دا هم ولولئ

پيشو ٢

د اپلیکیشن په وسیله د پیشو په غږ پوهېدل ممکن شول

د حیواناتو په ژبه د پوهېدلو هڅې له کلونو کلونو څخه رواني دي، چې دوی …