کورپاڼه / بېلا بېل / د دويم واده لپاره د استثنا پرته د پور ورکولو اعلان
دويم واده

د دويم واده لپاره د استثنا پرته د پور ورکولو اعلان

په عراق کې يو بانک اعلان کړى دى، چې هغه کسان چې دويم واده کوي، هغوى ته به له استثنا پرته د ١٠ ميليونه دينارو پور ورکړي.

د راپورونو په وېنا، په خليجي هېواد عراق کې اقتصادي حالت خراب دى او له دې امله ډېرى ځوانان عراق پرېږدي او د نورو هېوادونو مخه کوي، چې په داسې حالاتو کې بيا په دغه هېواد کې د ناواده يا مجردو ښځو کچه ډېره شوې ده او اوسمهال ٧٠ سلنه ته رسېدلې دې، او په دې برخه کې بيا د هغه ښځو شمېر زيات دى، چې له ٣٥ کلونو څخه يې عمرونه پورته دي.

د دې حالت د کنټرول کولو لپاره د عراق يو بانک يو کمپاين پيل کړى دى، تر څو خلک دويم واده ته وهڅول شي. دغه عراقي بانک اعلان کړى دى چې هغه کارمندان چې غواړي دويم واده وکړي، هغوى ته به له استثنا پرته د ١٠ ميليونه دينارو پور ورکړي، خو دا پور هغه کسانو ته ورکول کېږي، چې د لومړي واده لپاره يې پور نه وي اخيستى.

د بانک مسوولينو ويلي دي، چې دا پور به هغه کارمندانو ته ورکوي، چې له دوه کلونو څخه زيات وخت يې په بانک کې تېر کړى وي او همدا راز د بانک رسمي مامورين وي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په عراق کې د ناواده شوو او مجردو ښځو کچه له حده ډېره شوې ده او ياد بانک غواړي چې له دې لارې دا حالت کنټرول کړي او خلک دې ته وهڅوي چې دوه دوه ودونه وکړي.

د يادولو وړ ده چې په عراق کې د ٣٥ کلونو څخه پورته عمر لرونکې ښځو شمېر بېخي ډېر شوى دى او دا هغه ښځې دي چې تراوسه پورې مجردې دي او ودونه يې نه دي کړي. ويل کېږي چې د داسې ښځو عمرونه د واده له عمر څخه هم اوړي.

Loading...

دا هم ولولئ

لاسي بېګ

د ٦ ميليونه يورو د نړۍ تر ټولو ګرانبيه لاسي بېګ څه ځانګړتيا او هدف لري؟

په ايټاليه کې د لاسي بېګونو جوړونکي يو شرکت يو داسې ګرانبيه لاسي بېګ جوړ …