کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: محمد سراج لومړنى توپ اچونکى شو چې يوه لوبه کې ٢ ميډين اورونه ترسره کوي
محمد سراج

اى پي ايل: محمد سراج لومړنى توپ اچونکى شو چې يوه لوبه کې ٢ ميډين اورونه ترسره کوي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په نننۍ لوبه کې محمد سراج په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او تاريخ يې جوړ کړ، نوموړى لومړنى توپ اچونکى شو، چې په يوه لوبه کې يې دوه مېډين اورونه ترسره کړل.

نن د رايل چېلنجرز بېنګلور او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي، چې لومړى پکې کلکته نايټ رايډرز توپوهنه پيل کړه، خو توپوهنه يې ډېره ناکامه ثابته شوه.

محمد سراج چې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لپاره لوبېږي، دوه مېډين اورونه ترسره کړل، محمد سراج په لومړي اور کې پرته د کومې منډې ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول، همدا راز په دويم اور کې هم هغه کومه منډه ور نه کړه.

نوموړي تراوسه پورې په لوبه کې ٣ اورونه ترسره کړې دي، چې ٣ لوبغاړي يې سوځولي، ٢ منډې يې ورکړي دي او همدا راز دوه اورونه يې مېډين ترسره کړي دي.

مېډين هغه اورونه وي، چې کومه منډه پکې ور نه کړل شي.

بل لوري ته بيا اې بي ډيويليرز چې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته لوبېږي، په اى پي ايل سياليو کې ١٠٠ کېچونه پوره کړل.

د يادولو وړ ده چې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې چټک توپوهونکي شيکر دهون هم تېره ورځ په اى پي ايل کې تاريخ جوړ کړ. نوموړى د اى پي ايل لومړنى توپوهونکى شو، چې په پرلپسې دوه لوبو کې يې سليزې ووهلې.

کلکته نايټ رايډرز تراوسه پورې په ١٨.٢ اورونو کې ٧٠ منډې کړې دي او ٧ لوبغاړي يې له لاسه ورکړي دي، د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې توپوهونکي په بشپړه توګه په توپوهنه کې ناکامه دي او هېڅ لوبغاړى يې په دې نه دى توانېدلى چې ډېرې منډې ترلاسه کړي او رايل چېلنجرز بېنګلور ته يو ښه هدف وټاکي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى او نوين الحق

د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، څه يې وويل؟

پرون په لنکا پريمئير ليګ کې د افغانستان چټک توپ اچونکي نوين الحق له دوه …