کورپاڼه / د لوبو راپورونه / رايل چېلنجرز بېنګلور په ډېرې اسانۍ سره د ٨ ويکټو په توپير د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه
ويراټ کوهلي او ديودت پاډيکال

رايل چېلنجرز بېنګلور په ډېرې اسانۍ سره د ٨ ويکټو په توپير د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اى پي ايل په نننۍ لوبه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې توپ اچونکو په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې په ٢٠ اورونو کې يوازې ٨٤ منډې وکړې او رايل چېلنجرز بېنګلور په ډېرې اسانۍ سره په ٨ ويکټو دا لوبه وګټله.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٣٩مه لوبه د کلکته نايټ رايډرز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې کلکته نايټ رايډرز د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

خو د توپوهنې په برخه کې د کلکته نايټ رايډرز توپوهونکي په بشپړه توګه ناکامه شو، دواړه د پيل توپوهونکي د ١-١ منډې ترلاسه کولو وروسته وسوځېدل او ورپسې نيتيش رانا په صفر، ټام بانټون په ١٠، دينيش کارتيک په ٤ منډو وسوځېدل، يوازې لوبډلمشر ايون مورګن تر ټولو زياتې ٣٠ منډې ترلاسه کړې.

کلکته نايټ رايډرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٨٤ منډې وکړې، چې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته يې د ٨٥ منډو هدف وټاکه.

د کلکته نايټ رايډرز له لوري محمد سراج په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، هغه په ٤ اورونو کې ٨ منډې ورکړې او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ٢ مېډين اورونه يې هم ترسره کړل، چې د اى پي ايل په تاريخ کې لومړنى توپ اچونکى شو چې دوه اورونه يې پرلپسې مېډين ترسره کړل.


له هغه پرته يوژيندرا چاهل ٢، نوديپ سېني او واشينګټن سندر ١-١ ويکټ واخيستې.

کلکته نايټ رايډرز

د ٨٥ منډو هدف د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په ١٣.٣ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټو په ستر توپير يې بريا خپله کړه.

د دوى له لوري ديودت پاډيکال ٢٥، ګورکيرت سينګ ٢١ ناسوځېدلې، ويراټ کوهلي ١٨ ناسوځېدلې او ارون فنچ ١٦ منډې ترلاسه کړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د کلکته نايټ رايډرز له لوري لوکي فيرګوسن ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد سراج ترلاسه کړه، نوموړي نه يوازې دا چې ٣ ويکټې يې ترلاسه کړې، بلکې د اى پي ايل په تاريخ کې لومړنى توپ اچونکى شو چې دوه پرلپسې مېډين اورونه يې ترسره کړل.

دا د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ١٠مه لوبه وه، چې ٧مه بريا يې خپله کړه او د ١٤ نومرو سره په جدول کې دويم مقام ته لاړه. همدا راز د کلکته نايټ رايډرز هم ١٠مه لوبه وه، چې پنځه لوبې يې ګټلي دي او د ١٠ نومرو سره په جدول کې په څلورم مقام کې قرار لري.

سبا د اکتوبر په ٢٢مه نېټه به د اى پي ايل په ٤٠مه لوبه کې د راجستان رايلز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيلي کاپيټلز

د رباډا خطرناکه توپ اچونه، ډيلي د حېدراباد لوبډله ماته او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه

په ١٩م اور کې کاګيسو رباډا د حېدراباد درې لوبغاړي عبدالصمد، راشد خان او شريواتس …