کورپاڼه / خبرونه / شفيق ستانکزى: بدرنګو خلکو د کرکټ خوشحالي له ولس نه واخيسته، خو کرکټ به بېرته کرکټ کړو

شفيق ستانکزى: بدرنګو خلکو د کرکټ خوشحالي له ولس نه واخيسته، خو کرکټ به بېرته کرکټ کړو

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى اجراييوي رييس شفيق ستانکزى وايي، چې بدرنګو خلکو د کرکټ خوشحالي هم له ولس نه واخيسته، خو د کرکټ مينه والو ته وايي، چې ډاډه اوسئ، کرکټ به بېرته کرکټ کړو.

د ملي لوبډلې لوبغاړى شاپور ځدراڼ غواړي چې په خوست کې د ميليون جام ليګ ترسره کړي، خو کرکټ بورډ وايي، چې دوى اجازه نه ده اخيستې او نه شي کولاى چې ياد ليګ ترسره کړي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي او شاپور ځدراڼ ترمنځ دا لانجه لا هم روانه ده او نن په خوست ولايت کې د کرکټ بورډ او فرهان يوسفزي پر ضد لاريون هم شوى دى، چې خلکو پکې نه يوازې دا چې د ميليون جام ليګ په خپل وخت ترسره کېدو غوښتنه يې کړې ده، بلکې له ولسمشر څخه يې غوښتنه کړې ده چې فرهان يوسفزى دې محاکمه شي.

د فرهان يوسفزي پر ضد لاريون

په داسې وخت کې د کرکټ بورډ پخواني اجراييوي رييس شفيق ستانکزي هم په خپله فېسبوکپاڼه يو پوسټ کړى دى او ويلي يې دي، چې بدرنګو خلکو د کرکټ خوشحالي هم له ولس واخيسته او کرکټ به بېرته کرکټ کړي.

هغه په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي: ((کرکټ د مينې، يووالي او د سولې سمبول و، کرکټ د ولسونو د منسجم کېدو ذريعه وه، کرکټ د ټولو افغانانو مشترکه خوشحالي وه، کرکټ د نفرتونو له منځه وړلو توښه وه، بدرنګو خلکو د کرکټ دا خوشحالي هم له ولس نه واخيسته. د کرکټ مينه والو ډاډه اوسئ کرکټ به بېرته کرکټ کړو. ان شاء الله.))

شفيق ستانکزى

د يادولو وړ ده، کله چې عزيزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس و، هغه مهال نوموړي شفيق ستانکزى د اجراييوي رييس له دندې څخه ليرې کړ او په کور يې کېناوه.

په شفيق ستانکزي د هغه د دندې پر مهال په ټولنيزو رسنيو کې تورونه هم لګېدل، خو نوموړي له کرکټ بورډ څخه د تګ پر مهال خبري ناستې ته وويل، چې هغه کرکټ بورډ ته په ټېکسي کې راغلى و او بېرته ترې په ټېکسي کې ځي.

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …