کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ايا محمد نبي به راتلونکې لوبه کې ولوبېږي؟
محمد نبي

ايا محمد نبي به راتلونکې لوبه کې ولوبېږي؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې محمد نبي د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، خو د نړۍ دا غوره الراونډر يوازې يوه لوبه کې لوبېدلى دى او تراوسه پورې په کومه بله لوبه کې د لوبېدو چانس نه دى ورکړل شوى.

د کلکته نايټ رايډرز پر وړاندې سنرايزرز حېدراباد لوبډلې محمد نبي په خپله لوبه کې اخيستى و، په دې لوبه کې محمد نبي په ٨ توپونو ١١ ناسوځېدلې منډې وکړې او د توپ اچونې پر مهال يې بيا په ٤ اورونو کې ٢٣ منډې ورکړې.

دغه لوبه کلکته نايټ رايډرز لوبډلې د ٧ ويکټو په توپير وګټله.

سنرايزرز حېدراباد لوبډلې تراوسه پورې ٩ لوبې ترسره کړې دي، چې ٣ لوبې يې ګټلي او ٦ لوبې يې بايللي دي، ٦ نومرې لري او په جدول کې په اووم مقام کې قرار لري.

خو په سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ځينو خلکو نيوکې هم کړې دي او ورته يې ليکلي دي، چې د محمد نبي په څېر د نړۍ غوره الراونډر په خپله لوبډله کې لري، خو ولې يې نه لوبوي.

نن د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ټولنيزو رسنيو کې د محمد نبي يو عکس خپور کړى دى، له عکس سره هغوى داسې څه ليکلي دي، چې ښايي په راروانه لوبه کې محمد نبي هم ولوبېږي.

له ياد عکس سره د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ليکلي دي: ((اخطاريه! د ولسمشر له لوري ستر شاټونه راروان دي.))


په همدې لوبډله کې راشد خان هم لوبېږي، چې هغه ته په هره لوبه کې چانس ورکړل شوى دى، خو محمد نبي چې په توپ اچونه او توپوهنه دواړو برخو کې ښه وړتيا لري، په لوبو کې نه اخيستل کېږي.

د سنرايزرز حېدراباد افغان مينه وال هم په دې لوبډله له دې امله نيوکې کوي، چې ولې محمد نبي په لوبه کې نه اخلي او ځينې خلک يې په ماتو هم خوشحالي ښکاره کوي.

د يادولو وړ ده چې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې بله لوبه سبا د اکتوبر په ٢٢مه نېټه د راجستان رايلز لوبډلې سره ده. دا لوبه د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د راشد خان د کرنټين دويمه ورځ، هغه په کرنټين کې څه کوي؟ ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې دوه ورځې وړاندې …