کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بيګ باش ٢٠٢٠: راشد خان د اډلايډ او محمد نبي د ميلبورن لوبډلې له ځان سره وساتل
محمد نبي او راشد خان

بيګ باش ٢٠٢٠: راشد خان د اډلايډ او محمد نبي د ميلبورن لوبډلې له ځان سره وساتل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه مخکښ لوبغاړي راشد خان او محمد نبي يو ځل بيا د راتلونکي بيګ باش سياليو لپاره خپلو خپلو لوبډلو له ځانونو سره وساتل، چې د ٢٠٢٠م کال پړاو لپاره به د تېرو لوبډلو سره يو ځل بيا هم ولوبېږي.

د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې مسوولين وايي، چې د بيګ باش ١٠م پړاو (٢٠٢٠) لپاره يې راشد خان يو ځل بيا د خپلې لوبډلې سره يو ځاى کړى دى.

راشد خان چې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې دريم توپ اچونکى دى چې ډېرې ويکټې يې ترلاسه کړې دي، هغه په ٤٠ لوبو کې ٥٦ ويکټې اخيستي دي او هغه توپ اچونکي چې ١٠ لوبې يې ترسره کړې دي، ښه اکانومي هم پکې لري، چې اکانومي يې ٦.٣٦ ده.

اډلايډ سټرايکرز لوبډله وايي، چې راشد خان په ٢٠١٧ کال کې د دوى لوبډلې سره په لومړي ځل يو ځاى شوى و او هغه مهال چې اډلايډ سټرايکرز اتلولي خپله کړه، نو راشد خان د دوى په لوبډله کې شامل و.

راشد خان همدا راز د اډلايډ سټرايکرز لپاره تر ټولو ښه توپ اچونه د ٢٢ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي سوځولي دي او همدا راز د بيګ باش لومړنى توپ اچونکى هم و چې هېټريک يې ترسره کړ. دا هېټريک نوموړي د بيګ باش نهم پړاو کې د سډني سيکرز پر وړاندې ترسره کړى و.


راشد خان چې تر ټولو کم عمره لوبغاړي په توګه دا ريکارډ هم جوړ کړى دى، چې په کم عمر کې يې ٣٠٠ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

راشد خان چې اوس مهال د اى پي ايل سياليو کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، وايي چې ډېر خوشحاله دى چې يو ځل بيا به د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره د بيګ باش په سترو سياليو کې ولوبېږي.

راشد خان همدا راز وايي، چې اډلايډ سټرايکرز چې له هغه وخت راهيسې چې زه ورسره يو ځاى يم، زما لپاره د يوې کورنۍ په څېر ده او زه د دې لوبډلې له ټولو مينه والو هم مننه کوم، چې زموږ ملاتړ کوي.

بل لوري ته د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې هم اعلان کړى دى چې د نړۍ د شل اوريزو لوبو غوره الراونډر محمد نبي يې د بيګ باش ١٠م پړاو (٢٠٢٠) لپاره يو ځل بيا اخيستى دى.

دا د محمد نبي څلورم پړاو دى چې له ميلبورن رينيګاډز لوبډلې سره به ولوبېږي. نوموړي د ميلبورن لپاره ٢٧ لوبې ترسره کړې دي، چې په توپوهنه کې يې ٣٠ اوسط دى او ١٣١ يې سټرايک رېټ دى، همدا راز ٢١ ويکټې يې هم ترلاسه کړې دي.

محمد نبي چې اوس مهال د اى پي ايل سياليو کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، په خپلو خبرو کې وايي، چې د رينيګاډز سره لوبېدلو څخه يې تل خوند اخيستى دى او په دې سترو سياليو کې يې د نړۍ سترو لوبغاړو پر وړاندې لوبېدلى دى، چې تل يې له لوبو څخه ډېر خوند اخيستى.


د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې روزونکى ميچل کلينګر وايي، چې محمد نبي زموږ د لوبډلې لپاره ډېر مهم لوبغاړى دى، هغه د توپوهنې او توپ اچونې په برخه کې په بېلا بېلو حالتونو کې ښه لوبه ترسره کولاى شي.

نوموړى همدا راز زياتوي، چې موږ يو ځل بيا هيله من يو چې محمد نبي به زموږ په لوبډله کې مهم کردار ولوبوي او د تېر په څېر به په توپوهنه او توپ اچونه کې خپله وړتيا ښکاره کړي.

د يادولو وړ ده چې د بيګ باش ١٠م پړاو سيالۍ د ٢٠٢٠ کال د دسمبر په ٣مه نېټه پيلېږي او د ٢٠٢١ کال د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي. په دې سياليو کې ٨ لوبډلې ګډون لري او د پايلوبې په ګډون به ټولې ٦١ لوبې پکې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د راشد خان د کرنټين دويمه ورځ، هغه په کرنټين کې څه کوي؟ ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې دوه ورځې وړاندې …