کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٤٠مه لوبه: حېدراباد له راجستان سره مخ کېږي، نن ښايي محمد نبي هم ولوبېږي
سنرايزرز حېدراباد او راجستان رايلز

اى پي ايل ٤٠مه لوبه: حېدراباد له راجستان سره مخ کېږي، نن ښايي محمد نبي هم ولوبېږي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٠مه لوبه نن د راجستان رايلز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ د دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. دا لوبه به د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيل شي.

د افغانستان تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي چې په شل اوريزو لوبو کې د نړۍ غوره الراونډر هم دى، د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي، خو تراوسه په يوه لوبه کې برخه ورکړل شوې ده او نن داسې هيله کېږي چې د راجستان پر وړاندې ولوبېږي.

د محمد نبي په اړه پرون د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ټولنيزو رسنيو کې يو پوسټ شوى، چې د هغه عکس يې خپور کړى او ليکلي يې دي، چې د سترو شاټونو وهونکى ولسمشر راروان دى.


د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې الراونډر کين ويليمسن په تېره لوبه کې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې پر وړاندې په لوبه کې ټپي شوى دى او ښايي نننۍ لوبه کې ونه لوبېږي.

سنرايزرز حېدراباد لوبډلې تراوسه پورې ٩ لوبې ترسره کړې دي، چې ٣ لوبې يې ګټلي او ٦ ماتې يې خوړلې دي، همدا راز په جدول کې په ٧م مقام کې ده.

بل لوري ته راجستان رايلز بيا ١٠ لوبې ترسره کړې دي او ٤ لوبې يې ګټلې دي، چې په جدول کې په ٦م مقام کې قرار لري.

دواړه لوبډلې په ٢٦مه لوبه کې سره مخ شوې وې، چې سنرايزرز حېدراباد د ١٥٩ منډو هدف ټاکلى و، چې ياد هدف د راجستان رايلز لوبډلې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو پوره او د پنځه ويکټو په توپير يې حېدراباد ته ماتې ورکړې وه.

سنرايزرز حېدراباد په وروستيو درې لوبو کې پرلپسې ماتې خوړلې دي، وروستۍ درې لوبه حېدراباد له راجستان رايلز، چيناى سوپر کنګز او کلکته نايټ رايډرز سره ترسره کړې دي، چې درې واړه لوبو کې يې ماتې خوړلې دي.

بل لوري ته راجستان رايلز لوبډلې بيا په خپله وروستۍ لوبه کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړې ده او دغه يې څلورمه بريا وه.

د اى پي ايل پلى اف يا بل پړاو ته تګ د دواړو لوبډلو لپاره ډېر ګران دى.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

راجستان رايلز: بين سټوکس، روبين اتاپا، سنجو سمسون (ويکټ ساتونکى)، سټيو سميت (لوبډلمشر)، جاس بټلر، راهول ټيواټيا، ريان پرګ، جوفرا ارچر، شرياس ګوپال، انکيت راجپوت\جېديو انداکت او کارتيک تياګي.

سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، جوني بيريسټو (ويکټ ساتونکى)، منيش پانډى، کين ويليمسن\محمد نبي\فابين الين\جېسن هولډر، پريام ګرګ، ويجى شنکر، عبدالصمد، راشد خان، سنديپ شرما، باسل تامپي\خليل احمد او ټي ناټاراجن.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيويډ وارنر او کيرون پولارډ

اى پي ايل ٥٦مه لوبه: حېدراباد د ممبۍ پر وړاندې، نن به د حېدراباد او کلکتې د قسمت پرېکړه وشي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٦مه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او ممبۍ …