کورپاڼه / خبرونه / د بنګله دېش ملي لوبډلې لوبغاړې د ناوې په جوړه کې مېدان ته کوزه شوه
سنجيده اسلام

د بنګله دېش ملي لوبډلې لوبغاړې د ناوې په جوړه کې مېدان ته کوزه شوه

د بنګله دېش کرکټ ښځينه لوبډلې لوبغاړې سنجيده اسلام د ناوې په جوړه کې د کرکټ لوبغالي ته کوزه شوه، چې عکسونه يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي.

د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ناوې او زوم له واده مخکې ځينې عکسونه اخلي، تر څو بيا يې يادګار پاتې شي، خو د دې عکسونو لپاره خلک له بېلا بېلو لارو څخه کار اخلي، تر څو عکسونه يې ډېر ځانګړي راشي او نه يوازې د دوى لپاره، بلکې د نورو خلکو لپاره هم مهم شي.

په داسې کې بيا د بنګله دېش ښځينه لوبغاړې سنجيده اسلام د واده څخه مخکې د ناوې په جوړه کې عکسونه د لوبو په مېدان کې واخيستل، چې خلک يې حېرانه کړل.


د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي هم په خپل ټويټر اکاونټ کې د سنجيده اسلام دا عکسونه خپاره کړي دي، چې سنجيده اسلام په دې عکسونو کې د ناوې جوړه اغوستې، طلا يې په غاړه او په لاس کې يې بېټ نيولى دى او توپوهنه کوي.

٢٤ کلنه سنجيده اسلام د ناوې په جوړه کې کرکټ ترسره کړ او د خپل واده لپاره دا اخيستل شوي عکسونه يې ډېر ځانګړي او يادګاري کړل، هغه چې په کوم مېدان کې توپوهنه کوي، شاته ځينې نور کسان هم د لوبې پر مهال ښکاره کېږي.

 

View this post on Instagram

 

নতুন জীবনের সূচনালগ্নে🥰

A post shared by Sanjida Islam (@mistycricketer_10) on


سنجيده اسلام په ټولنيزو رسنيو کې په خپله هم د واده ځينې عکسونه خپاره کړي دي، چې په هغې کې د هغې د ژوند ملګرى هم ليدل کېږي.

نوموړې په انسټاګرام کې خپاره کړيو عکسونو سره ليکلي دي: ((د يو نوي ژوند پيل.))

د يادولو وړ ده چې سنجيده اسلام د بنګله دېش ښځينه لوبډلې لپاره لومړۍ نړيواله لوبه په ٢٠١٢ کال کې د ايرلېنډ پر وړاندې ترسره کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …