کورپاڼه / بېلا بېل / په افغانستان کې د پبجي PUBG ګېم باندې بندېز لګي
پب جي ګېم ١

په افغانستان کې د پبجي PUBG ګېم باندې بندېز لګي

د پبجي PUBG په نوم مشهور ګېم چې په ټوله نړۍ کې ډېر مشهور دى او ډېر خلک يې ترسره کوي، په افغانستان کې هم ډېر مينه وال لري، اوس ويل کېږي چې په دې ګېم به په افغانستان کې بندېز ولګول شي.

پبجي PUBG ګېم چې په افغانستان کې ډېر مشهور دى او په ځانګړې توګه ځوانان يې ډېر ترسره کوي، حکومت پرېکړه کړې ده چې ژر تر ژره په دې ګېم باندې په افغانستان کې بندېز ولګوي.

هغه مکتوب چې دوه ورځې مخکې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د معين سيد علي کاظمي له لوري لاسليک شوى دى، په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي.

په دغه مکتوب کې راغلي دي، چې د پبجي PUBG په نوم ګېم چې په افغانستان کې په ځوانانو کې ډېر مشهور دى، په اړه يې دوى ډېر شکايتونه ترلاسه کړي دي او دا ګېم دې بايد ژر تر ژره بند شي.

د پب جي په اړه مکتوب

د اترا ادارې ته په دې مکتوب کې د ٧ ورځو وخت ورکړل شوى دى، چې دا ګېم دې په راتلونکې ٧ ورځو کې په افغانستان کې بند شي.

بايد ووايو، چې د پبجي PUBG په نوم ګېم په ټوله نړۍ کې په دې وروستيو کې ډېر زيات مشهور شو، دا ځوانان په ځانګړې توګه په ځوانانو کې ډېر مشهور دى او په افغانستان کې هم دا ګېم په ځوانانو کې ډېر مشهور شوى دى.

څه وخت مخکې د پاکستان حکومت هم په دې ګېم باندې بندېز لګولى، چې وروسته د خلکو د ډېرو نيوکو څخه وروسته يې په دې ګېم لګېدلى بندېز بېرته ليرې کړ.

په افغانستان کې هم وخت نا وخت په دې ګېم د بندېز په اړه په ټولنيزو رسنيو کې کمپاينونه ترسره کېدل او خلکو له حکومت څخه غوښتنه کوله چې په دې ګېم بايد بندېز ولګول شي، ځکه چې ځوانان يې له هر څه ويستلي دي، خو بل لوري ته ځينې خلک بيا وايي، چې بايد په دې ګېم بندېز ونه لګول شي، ځکه ځينې داسې ځوانان هم شته چې د دې ګېم له لارې پېسې ګټي.

Loading...

دا هم ولولئ

لاسي بېګ

د ٦ ميليونه يورو د نړۍ تر ټولو ګرانبيه لاسي بېګ څه ځانګړتيا او هدف لري؟

په ايټاليه کې د لاسي بېګونو جوړونکي يو شرکت يو داسې ګرانبيه لاسي بېګ جوړ …