کورپاڼه / د لوبو راپورونه / رحمان الله ګربز د مس عينک لوبډله اتلولۍ ته ورسوله
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز د مس عينک لوبډله اتلولۍ ته ورسوله

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو ولايتي سياليو په پايلوبه کې رحمان الله ګربز د مس عينک لوبډله اتلولۍ ته ورسوله، چې په ٧ ويکټو يې په پايلوبه کې بريا خپله کړه.

د دې سياليو پايلوبه د امو زون او مس عينک زون لوبډلو ترمنځ په کندهار ولايت کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې مس عينک زون پچه وګټله او لومړى يې د امو زون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

امو زون په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې عبدالمالک په زړه پورې توپوهنه ترسره او ١٠٧ منډې يې وکړې، همدا راز افسر ځاځي ٤٦، عظمت الله عمرزي ٤٢ او ننګيالي خروټي ٢٩ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د مس عينک زون له لوري ضيا الرحمان اکبر، ضيا الرحمان شريفي او ظاهر خان ٢-٢ او حسيب الله ١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ٢٦١ منډو هدف د مس عينک زون لوبډلې په ٤٦.١ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو اتلولي په خپل نوم کړه.

د مس عينک د پيل لوبغاړو رحيم منګل او رحمان الله ګربز ١٣٠ منډې ملګرتيا ترسره کړې وه، رحمان الله ګربز بيا تر ټولو زياتې ١٢٨ منډې ترلاسه کړې، چې ٥ شپږيزې او ١٣ څلوريزې يې هم ووهلې. په نورو لوبغاړو کې رحيم منګل ٤٣، شاهدالله ٣٦ ناسوځېدلې او رحمت شاه ٢٩ منډې وکړې.

د امو زون له لوري شرف الدين اشرف ٢ او وفادار مومند ١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه رحمان الله ګربز ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې رحمان الله ګربز د مس عينک زون لوبډلمشري په غاړه درلوده، نوموړي تر دې مخکې د ٢٠٢٠ کال شپږيزې کرکټ ليګ اتلولۍ هم په خپله لوبډلمشرۍ کې وګټله، چې په شپږيزه کې هغه د کابل ځوانانو لوبډلې مشري په غاړه درلوده.

Loading...

دا هم ولولئ

تيسارا پريرا

جافنا سټالينز لوبډلې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې ته ماتې ورکړه

تيسارا پريرا په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې وځلېده چې جافنا سټالينز ته …