کورپاڼه / خبرونه / د ويراټ کوهلي عکس ته د راشد خان جالبه تبصره
ويراټ کوهلي او اې بي ډيويليرز

د ويراټ کوهلي عکس ته د راشد خان جالبه تبصره

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي، چې په اى پي ايل کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري، په ټولنيزو رسنيو کې يو عکس خپور کړى دى، چې راشد خان هم پرې تبصره کړې ده.

په دې عکس کې د ويراټ کوهلي تر څنګ د هغه د لوبډلې نور لوبغاړي اې بي ډيويليرز، ديودت پاډيکال او محمد سراج ليدل کېږي، چې څلور واړه کوم څه ته ډېر په غور سره ګوري.


ويراټ کوهلي له دې عکس سره ليکلي دي، چې د دې عکس په ليدو د ښوونځي وخت راياد شو، د يو ټولګي څلور شاګردان، چې اې بي په کې هغه ماشوم دى چې د کور کار يې ليکلى او هر څه يې ياد کړي دي، خو پاتې درې په دې پوه دي، چې د دوى حالت خرابېدونکى دى.

ويراټ کوهلي دا عکس په ټويټر او انسټاګرام کې خپور کړى دى، چې په انسټاګرام کې په دوه ساعته کې تر دوه ميليونه زياتو کسانو خوښ کړى دى، همدا راز په ټويټر کې تراوسه پورې ٢٠ زره کسانو لايک کړى.


د دوى څلورو واړو دې عکس ته په سلګونو خلکو تبصرې کړې دي، چې په دې لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان هم پرې تبصره کړې ده.

راشد خان چې اوسمهال په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي، په انسټاګرام کې د ويراټ کوهلي دې عکس ته ليکلي دي: ((او سراج ته تراوسه پورې دا معلومات هم نشته چې ښوونکې ورته د کور کار ورکړى دى.))

ويراټ کوهلي او راشد خان

په انسټاګرام کې د راشد خان دا تبصره، چې د ويراټ کوهلي په دې عکس يې کړې ده، تراوسه پورې له ٥٣ زرو څخه زياتو کسانو خوښه کړې ده.

همدا راز يوژيندرا چاهل هم په دې عکس په خپله تبصره کې ليکلي دي، چې زه نن له دې امله ټولګي ته هم نه يم تللى، چې نن د کور کار کتل کېږي.

ديودت پاديکال بيا په خپله تبصره کې دې عکس ته ليکلي دي: ((که څه هم ما تل خپل د کور کار ترسره کړى دى.))

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …