کورپاڼه / د لوبو راپورونه / منیش پانډی او ویجی شنکر د حیدراباد لوبډله بریالۍ کړه

منیش پانډی او ویجی شنکر د حیدراباد لوبډله بریالۍ کړه

د سنرایزرز حیدراباد له لوري منیش پانډی او ویجی شنکر په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او حیدراباد ته يې د ۸ ویکټو په توپیر بریا ورپه برخه کړه.

د هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل ۴۰مه لوبه نن د راجستان رایلز او سنرایزرز حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې په پیل کې سنرایزرز حیدراباد پچه وګټله او لومړی يې د راجستان رایلز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

راجستان رايلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې سنجو سمسون ٣٦، بين سټوکس ٣٠، ريان پرګ ٢٠، روبين اتاپا ١٩ او سټيو سميت هم ١٩ منډې وکړې.

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې له لوري جېسن هولډر په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او په ٤ اورونو کې يې ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز راشد خان او ويجى شنکر هم ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ۱۵۵ منډو هدف د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې په ۱۸.۱ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۸ ویکټو په ستر توپیر يې بریا خپله کړه.

د حیدراباد لپاره منیش پانډی او ویجی شنکر په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه. پانډی د ۸ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مټ په ۴۷ توپونو ۸۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او شنکر ۵۲ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د راجستان رایلز له لوري جوفرا ارچر ۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه منيش پانډى ته ورکړل شوه.

دا د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې ۱۰مه لوبه وه چې څلورمه بریا یې خپله او په جدول کې پنځمه شوه، همدا راز د راجستان رایلز بیا ۱۱مه لوبه وه، چې ۷مه ماتې یې وخوړه او ۷م ځای ته لاړه.

سبا د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د ای پي ایل ۴۱مه لوبه د چینای سوپر کنګز او ممبۍ انډینز لوبډلو ترمنځ په شارجه کې ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

متحده عربي اماراتو د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې لومړي پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه

نن په عمان کې د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې سیالۍ د متحده …