کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٤١مه لوبه: نن به ممبۍ له چيناى سره مېدان کې مخامخ شي
مهيندرا سينګ دهوني او روهيت شرما

اى پي ايل ٤١مه لوبه: نن به ممبۍ له چيناى سره مېدان کې مخامخ شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤١مه لوبه نن د چيناى سوپر کنګز او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ د شارجې په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

د ممبۍ انډينز لوبډله تراوسه پورې ښه روانه ده او په ٩ لوبو کې يې ٦ برياوې خپلې کړې دي چې د ١٢ نومرو په لرلو سره په جدول کې په دريم مقام کې ده.

خو د مهيندرا سينګ دهوني په مشرۍ د چيناى سوپر کنګز لوبډله سږکال ډېره کمزورې روانه ده او په ١٠ لوبو کې يې يوازې ٣ برياوې خپلې کړې دي، چې په جدول کې تر ټولو وروستۍ يا اتمه لوبډله ده.

د ممبۍ انډينز لوبډلې ٥ پرلپسې برياوو ترلاسه کولو وروسته په تېره لوبه کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې څخه په سوپر اور کې ماتې وخوړه، خو د چيناى سوپر کنګز بيا په خپلو وروستيو پنځه لوبو کې پرلپسې ماتې خوړلې دي.

د سږکال د اى پي ايل لومړۍ لوبه هم د دفاعي اتلې ممبۍ انډينز او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وه، چې چيناى سوپر کنګز لوبډلې پکې د ٥ ويکټو په توپير د ممبۍ انډينز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د چيناى سوپر کنګز لوبډله چې د اى پي ايل د پيلېدو څخه مخکې يې دوه مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل او سږکال يې په اى پي ايل کې ګډون ونه کړ، ډواين براوو هم ترې لاړ، هغه ټپي شوى او بېرته خپل هېواد ته ستون شوى دى.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

چيناى سوپر کنګز: فاف ډوپليسي، شين واټسن، اين جاګاديسان\روټوراج ګايکواړ، امباتي رايډو، مهيندرا سينګ دهوني (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، سام کران، رويندرا جډيجا، ديپک چاهار، شردل ټاکر، کرن شرما\کى ايم اصف او جوش هازلووډ\عمران طاهر.

ممبۍ انډينز: کوانټين ډي کوک (ويکټ ساتونکى)، روهيت شرما (لوبډلمشر)\کريس لين، سوريا کمار يادو، ايشان کشن\سورب تيواري، هارديک پانډيا، کيرون پولارډ، کرونال پانډيا، ناتن کولټر نيل\داوال کلکرني، راهول چاهار، ټرينټ بولټ او جسپريت بومرا.

Loading...

دا هم ولولئ

کريس ګيل

اى پي ايل: نن د پنجاب، راجستان او کلکتې لپاره مهمې لوبې، د مخکې تګ پرېکړه يې نن کېږي

نن د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سياليو په لړ کې دوه لوبې …