کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د حېدراباد لوبډلې په ټويټر د راجستان لوبډلې ته جالب ځواب ورکړى
سټيو سميت او ډيويډ وارنر

د حېدراباد لوبډلې په ټويټر د راجستان لوبډلې ته جالب ځواب ورکړى

تېره ورځ د اى پي ايل په ٤٠مه لوبه کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې د ٨ ويکټو په توپير د راجستان رايلز لوبډلې ته ماتې ورکړه او څلورمه بريا يې خپله کړه.

د پچې له ګټلو وروسته حېدراباد راجستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه او راجستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې ١٥٤ منډې وکړې، چې ٦ ويکټې يې له لاسه ورکړې، سنجو سمون تر ټولو زياتې ٣٦ منډې وکړې، د حېدراباد له لوري منيش پانډى او ويجى شنکر په زړه پورې ملګرتيا وکړه چې دواړو پنځوسيزې ووهلې او حېدراباد ته يې بريا ورپه برخه کړه.

خو د لوبې له ګټلو وروسته د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې د ټويټر له لوري د راجستان رايلز لوبډلې يو پخواني ټويټ ته ريپلاى وشوه، چې د خلکو لپاره ډېره په زړه پورې وه.

د راجستان رايلز لوبډلې د ټويټر څخه يو ټويټ د اکتوبر په ١١مه نېټه شوى و، چې د زوماټو پاڼه يې پکې مينشن کړې وه او ورته يې ليکلي و، چې موږ ته يوه غټه حېدرابادي برياني (وريژې) راوړه. په دې ټويټ کې د (#WorldBiryaniDay) هشټاګ هم کارول شوى و.


يعنې له دې څخه ښکاري، چې دا ټويټ د راجستان رايلز لوبډلې هغه وخت کړى و، کله چې د بريانۍ نړيواله ورځ وه، خو حېدراباد ورته د پرونۍ لوبه وروسته جالب ځواب ورکړ.

د لوبې تر بريا وروسته د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې د راجستان رايلز ياد ټويټ ته په ځواب کې وليکل، چې د بريانۍ (وريژو) ارډر مو کېنسل کړئ، ځکه زموږ ملګري دومره ډېر سپايس (مرچ مصاله) نه شي زغملى، دال وغېره به ډېر ښه وي.


د حېدراباد دا ټويټ تراوسه پورې له شپږ زرو او اووه سوو څخه زياتو کسانو ريټيوټ کړى دى او همدا راز له ٢٦ زرو او ٦ سوو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى.

د يادولو وړ ده چې په تجارتي ليګونو کې د اى پي ايل لوبډلې بيا په ټولنيزو رسنيو کې تر ټولو مخکې دي، دوى د لوبې پر مهال او د لوبې مخکې او وروسته ډېر په زړه پورې پوسټونه کوي او د کرکټ مينه وال يې له ځان سره ساتلي وي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي

محمد نبي لا هم اسټراليا ته نه دى تللى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړى محمد نبي چې له اى پي …