کورپاڼه / هنر او کلتور / شاه رخ خان په نوي فلم کې د پلار او زوى دوه کردارونه ادا کوي
شاه رخ خان

شاه رخ خان په نوي فلم کې د پلار او زوى دوه کردارونه ادا کوي

د هندي فلمونو مشهور هنرمند شاه رخ خان ډېر وخت وروسته په څو فلمونو کې د کار کولو قرارداد کړى دى، چې په دې کې (پټان) او دوه نور فلمونه شامل دي، چې تراوسه پورې يې نومونه نه دي اعلان شوي.

د (پټان) فلم جوړونکى يا لارښود سدهارت انند دى، چې ويل کېږي په روانه يا راتلونکې مياشت کې به د دې فلم ثبت هم پيل شي، په دې فلم کې له شاه رخ خان سره دپيکا پاډوکون او جان ابراهام هم کار کوي.

له هغه پرته شاه رخ خان د راجکمار هيراني او اټلي په فلمونو کې هم کار کوي، چې د (پټان) فلم د ثبت تر ختمېدو وروسته به د اټلي په فلم کې کار پيل کړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، شاه رخ خان به د اټلي په فلم کې دوه يا غبرګ کردارونه ترسره کړي. په دې فلم کې به شاه رخ خان د پلار او زوى کردارونه ترسره کړي، چې د پلار په کردار کې به هغه د استخباراتي ادارې يو جاسوس وي او د زوى په کردار کې به د بدمعاش کردار ولوبوي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، کله چې د پټان فلم ثبت پاى ته ورسېږي، نو بيا به د ٢٠٢١ کال په منځ کې د دې نوي فلم ثبت هم پيل شي. په راپورونو کې ويل شوي دي، چې شاه رخ خان په چيناى کې د اټلي سره ليدلي دي او د فلم په اړه يې ناسته ترسره کړې ده.

د يادولو وړ ده چې د هندي سينما مشهور هنرمند شاه رخ خان له دې مخکې په ١٩٩٨ کال کې د (ډوپليکېټ) په نوم فلم کې هم دوه کردارونه ترسره کړي و، همدا راز له هغه وروسته يې بيا په ٢٠٠٦ کال کې د (ډان) په نوم فلم کې هم دوه کردارونه ترسره کړي و، په دواړو فلمونو کې د هغه يو کردار مثبت او بل کردار منفي و.

دا هم ولولئ

عبدالله مقري

میر خان د عبدالله مقري د مړینې خبر رد کړ

مشهور ځوان سندرغاړي میر خان د هېواد د نومیالي او نوموتي هنرمند عبدالله مقري د …