کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د چيناى سوپر کنګز ٥ لوبغاړي چې روان اى پي ايل به يې وروستى پړاو وي
عمران طاهر

د چيناى سوپر کنګز ٥ لوبغاړي چې روان اى پي ايل به يې وروستى پړاو وي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د ٢٠٢٠ کال سياليو شاوخوا يوه مياشت تېره شوې ده، چې ځينې لوبډلې پکې د ښې لوبې له امله مخکې روانې دي او ځينې بيا د تېر په پرتله سږکال ناکامه دي.

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لپاره روان ليګ د نور کله په څېر ښه نه دى او د ترسره شويو لوبو څخه واضحه ده، چې دا لوبډله د مخکې تګ يا پلى اف سياليو نه پاتې شوې ده.

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې د ناکامۍ تر شا تر ټولو ستر لامل دا دى، چې په دې لوبډله کې ډېر لوبغاړي يې زاړه دي او ځوانان پکې نشته، د چيناى لوبډلې د اى پي ايل ٢٠٢٠ تر ټولو زيات عمر درلودونکې ده، د دې لوبډلې د لوبغاړو اوسط عمر ٣١ کاله دى، چې د نورو لوبډلو په پرتله تر ټولو زيات عمر دى.

د چيناى سوپر کنګز په روان اى پي ايل کې د خرابې کارکردګۍ له امله پنځه لوبغاړي هغه دي، چې ښايي دا يې وروستى اى پي ايل وي.

عمران طاهر

د چيناى سوپر کنګز چټک توپ اچونکى عمران طاهر چې په تېر اى پي ايل کې يې تر ټولو زياتې ٢٦ ويکټې ترلاسه کړې وې، سږکال د چيناى لوبډله کې يې خاص ځاى نه دى پېدا کړى.

د سويلي افريقا دا ليګ سپينر چې اوس يې عمر ٤٢ کاله دى، د اوسني اى پي ايل څخه په واضحه ډول ښکاري، چې دا به يې وروستى پړاو وي او له دې وروسته به نور ښايي کومه لوبډله يې وانخلي.

هربجن سينګ

هربجن سينګ د اى پي ايل د تاريخ تر ټولو کاميابه توپ اچونکى دى، ٤٠ کلن سپينر سږکال د اى پي ايل ٢٠٢٠ ټولې سيالۍ د ځينو شخصي ستونزو له امله پرېښودې، خو له ياد ليګ وروسته داسې ښکاري چې ښايي هغه له اى پي ايل څخه هم استعفا ورکړي.

هربجن سينګ له ډېر وخت راهيسې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره هم کومې لوبې نه دي ترسره کړي او سږکال د چيناى لپاره هم ونه لوبېده، نو ښايي له دې وروسته په اى پي ايل کې ونه لوبېږي.

شين واټسن

شين واټسن چې دوه ځلې د اى پي ايل د اتلو لوبډلو راجستان رايلز او چيناى سوپر کنګز لوبډلو برخه و، نوموړي د ٢٠١٨ او ٢٠١٩ کال د اى پي ايل پايلوبو کې هم ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه.

د اسټراليا دې توپوهونکي په روان اى پي ايل کې تراوسه پورې په ١٠ لوبو کې ٢٨٥ منډې کړې دي، نومړى چې د چيناى سوپر کنګز لپاره لوبېږي، ٣٩ کاله عمر لري او ښايي دا يې وروستى اى پي ايل شي.

کيدار جادو

د کيدار جادو لپاره هم سږکال اى پي ايل ډېر ښه نه دى او څو ځلې د ١١ کسيزې لوبډلې څخه کېنول شوى دى. په ٨ لوبو کې کيدار جادو ٥ ځلې توپوهنه ترسره کړې ده او ٦٢ منډې يې ترلاسه کړې دي.

نوموړى چې اوس ٣٦ کلن دى، ښايي دا يې وروستى اى پي ايل وي او که چېرته په بل اى پي ايل کې هم ولوبېږي، خو ښايي چيناى سوپر کنګز بيا په خپله لوبډله کې يې وانخلي.

ډواين براوو

د چيناى سوپر کنګز دا مخکښ الراونډر ډواين براوو سږکال د چيناى لپاره ښه ثابت نه شو، نه يوازې دا چې په پيل کې هغه ټپي و، بلکې د څو لوبو ترسره کولو وروسته يو ځل بيا ټپي شو او هغه بېرته خپل هېواد ته هم ستون شوى دى.

٣٧ کلن ډواين براوو د چيناى سوپر کنګز لپاره ٦ لوبې ترسره کړې، چې ٦ ويکټې يې ترلاسه کړې او له پاتې سياليو څخه بهر شو. روان ليګ ښايي د نوموړي لپاره هم وروستى اى پي ايل ليګ وي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د راشد خان د کرنټين دويمه ورځ، هغه په کرنټين کې څه کوي؟ ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې دوه ورځې وړاندې …