د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې ده او هغه اوس په روغتون کې بستر دى.
د کپيل ديو انجيوپلاسټي د نوي ډيلي په يو روغتون کې ترسره کېږي.
د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د نړيوال جام ګټونکي د هند ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو د زړه د حملې له امله په روغتون کې بستر دى او په يوه شخصي روغتون کې يې اينجيو پلاسټي ترسره کېږي.
په راپور کې ويل شوي دي، چې د کپيل ديو په اړه مخکې داسې څه نه و ويل شوي، چې هغه د زړه ناروغي لري، دا د زړه حمله ډېره ناڅاپي وه.
٦١ کلن کپيل ديو په ١٩٨٣ کال کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر و چې په خپله لوبډلمشرۍ کې يې په لومړي ځل هند په نړيوال جام کې اتلولۍ ته ورساوه، د کپيل ديو نوم د نړۍ په غوره الراونډرانو کې هم شمارل کېده.
د کورونا له امله د لوبو سره تړلي هغه خلک چې خپلې دندې يې له لاسه ورکړې وې، کپيل ديو په دې وروستيو کې د هغوى لپاره هڅې پيل کړې وې.
د کپيل ديو د زړه د حملې په اړه له خبرېدو وروسته د هند مشهورو کرکټرانو سچن ټنډولکر، يوراج سينګ، وريندر سهواګ، ويراټ کوهلي، سريش راينا، وي وي ايس لکشمن، اشوين، ايشانت شرما، محمد کېف او نورو ډېرو لوبغاړو په ټولنيزو رسنيو کې د هغه د روغتيا لپاره دعاوې کړې دي.
Take care @therealkapildev! Praying for your quick recovery. Get well soon Paaji. 🙏🏼
— Sachin Tendulkar (@sachin_rt) October 23, 2020
Dear paji @therealkapildev ! Praying for your speedy recovery! Get well soon please 🙏 after cricket I still need some golfing 🏌️♂️ lessons 👊🏽 #legend
— Yuvraj Singh (@YUVSTRONG12) October 23, 2020
Wish Kapil Paaji a very quick and smooth recovery. @therealkapildev
— Virender Sehwag (@virendersehwag) October 23, 2020
Praying for your speedy recovery. 🙏🏻 Get well soon paaji. @therealkapildev
— Virat Kohli (@imVkohli) October 23, 2020
Wishing you a speedy recovery @therealkapildev Sir .. Take care & God Bless 🙏
— Suresh Raina🇮🇳 (@ImRaina) October 23, 2020
Get well soon Kapil Paaji. Wishing you a speedy recovery @therealkapildev
— VVS Laxman (@VVSLaxman281) October 23, 2020
Thinking of you and wishing you a speedy recovery, @therealkapildev!
Get well soon, sending healthy vibes in your direction! 🙏
— Ishant Sharma (@ImIshant) October 23, 2020
Thinking of you and wishing you a speedy recovery, @therealkapildev!
Get well soon, sending healthy vibes in your direction! 🙏
— Ishant Sharma (@ImIshant) October 23, 2020
کپيل ديو د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره ١٣١ ټېسټ او ٢٢٥ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې وې. هغه په ټېسټ لوبو کې ٥٢٤٨ او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٣٧٨٣ منډې ترلاسه کړې وې.
همدا راز هغه چټکه توپ اچونه ترسره کوله او په ټېسټ لوبو کې يې ٤٣٤ او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې ٢٥٣ ويکټې هم ترلاسه کړې وې.