کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د واده څخه کلونه وروسته د خاوند او ښځې څېرې ولې يو بل ته ورته ښکاري؟
خاوند او ښځه ١

د واده څخه کلونه وروسته د خاوند او ښځې څېرې ولې يو بل ته ورته ښکاري؟

ساينسپوهانو په يوه څېړنه کړې ده، چې ولې د واده څخه کلونه وروسته د خاوند او ښځې څېرې داسې شي چې يو بل ته بېخي ورته شي، بلکې داسې ښکاري چې خور او ورور دي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په ١٩٨٧ کال کې يوه رواني څېړنه مشهور روانشناس رابرټ زاهونک کړې وه او په هغې کې يې دا خبره موندلې وه، چې د واده ٢٥ کلونه يا له دې څخه زياته کلونه ګډ تېرولو وروسته د خاوند او ښځې څېرې بېخي يو بل ته ورته شي.

هغه دا ويلي و، چې ښايي د دې لامل دا وي چې دومره ډېر کلونه يو ځاى تېرولو سره دواړه د يو بل عادتونه خپلوي او ښايي همدا لامل وي چې د دواړو څېرې هم يو بل ته ورته شي.

خاوند او ښځه ٢

خو دا څېړنه خلکو ته ډېره د منلو وړ نه وه، ځکه په دې څېړنه کې يوازې د ١٢ واده شويو جوړو په اړه څېړنه شوې وه او د هغوى د واده د وخت او له واده څخه ٢٥ کاله وروسته عکسونه کارول شوي و.

د تايلېنډ پي ايچ ډي پن پن ټي ميکورن په سټينفرډ پوهنتون کې همدا څېړنه يو ځل بيا ترسره کړې ده او دا خبره يې ثابته کړې ده، چې داسې هېڅ هم نشته.

په دې څېړنه کې هغه له انلاين ډېټابېس څخه د ٥١٧ واده شويو کسانو عکسونه ترلاسه کړي دي، چې دا عکسونه د واده پر مهال يا له واده وروسته نږدې وخت کې او همدا راز له ٢٠ کلونو څخه تر ٦٩ کلونو پورې وروسته وخت کې اخيستل شوي دي.

خاوند او ښځه ٣

د دې عکسونو د څېرو د ورته والي په اړه د څېړنې لپاره دوى د ١٥٣ رضاکارانو خدمات اخيستي و او همدا راز د څېرې پېژندلو لپاره يې پرمختللى الګوريتم (وي جي جي فيس ټو) (VGGFace2) څخه هم ګټه پورته که.

د دې څېړنې په پايله کې نه يوازې د څېرو پېژندونکي الګوريتم، بلکې رضاکارو انسانانو هم وويل، چې د واده پر مهال د خاوند او ښځې په څېره کې څومره بدلون و، د واده څخه د ډېرو کلونو تېرېدو وروسته هم د دواړو په څېرو کې هماغه هومره بدلون و.

خاوند او ښځه ٤

بلکه هغه کسان چې رضاکار د دې کار لپاره نيول شوي و، هغوى خو دا هم وويل، چې د ځينو واده شويو جوړو څېرې خو له پخوا ډېرې بدلې شوې دي او له يو بل څخه بېخي بدلې دي.

پن پن ټي او د هغه ټيم په پاى کې دا پايله خلکو ته وړاندې کړه، چې هغه کسان چې په واده يې ډېر کلونه تېر شوي وي، يا خو د هغوى څېرې زموږ په نظر او فکر کې داسې ښکاره کېږي چې يو بل ته ورته دي او يا هم دوى د يو بل نږدې خپلوان دي، نو ځکه يې څېرې سره ورته دي.

Loading...

دا هم ولولئ

پيشو ٢

د اپلیکیشن په وسیله د پیشو په غږ پوهېدل ممکن شول

د حیواناتو په ژبه د پوهېدلو هڅې له کلونو کلونو څخه رواني دي، چې دوی …