کورپاڼه / روغتيا / هره ورځ ٢٠ دقيقې دا ورزش وکړئ، له ګټو يې دلته خبر شئ
ورزش ١

هره ورځ ٢٠ دقيقې دا ورزش وکړئ، له ګټو يې دلته خبر شئ

ورزش د بدن او مازغو د روغتيا لپاره ډېر ضروري دى، نن درته د يو داسې ورزش په اړه معلومات درکوو، چې د ګټو څخه يې خبر شئ، نو حېرانه به شئ.

روغتياپالان وايي، چې هره ورځ د ٢٠ دقيقو لپاره خپلې پښې له دېوال سره لګول، ډېرې ګټې لري، که دا ورزش هره ورځ د ٢٠ دقيقو لپاره ترسره کړئ، نو ډېرې ګټې به ترلاسه کړئ.

د وينې چټکېدل

هره ورځ د ٢٠ دقيقو لپاره دېوال ته پښې پورته کولو سره ستاسې په بدن کې د وينې جريان چټکېږي. زموږ وينه په عموم کې ښکته ځي او د پورته تګ کچه يې ډېره کمه وي.

کله چې دا ډول ورزش وکړئ، نو وينه به مو په چټکۍ سره پورته لاړه شي، چې ستاسې مرۍ، سر، مازغو او سترګو ته به ډېره ګټه ورسوي.

ورزش ٢

د هاضمې ښه کېدل

دا ورزش هغه عضلو ته ګټه رسوي چې د هاضمې د نظام په برخه کې خپل کردار ادا کوي، د دې ورزش سره به ستاسې د هاضمې ستونزې حل شي او همدا راز وزن او د خېټې وازګې به مو هم کمې شي.

په ساه اخيستو کې اساني

د دې ورزش سره به ستاسې سپېږمو ته هم ګټه ورسېږي او ډېره هوا به ترلاسه کړئ چې بدن ته به مو ډېر اکسيجن لاړ شي. د ډېر اکسيجن ترلاسه کولو سره به مو د بدن عضلې ارامه شي.

له سکونه ډک خوب

د دې ورزش سره به ستاسې د عضلو فشار کم شي او له امله به يې تاسې ښه او له سکونه ډک خوب هم وکړئ.

د پښو په دردونو کې کمى

ټوله ورځ د بوټانو پښو کولو له امله ستاسې پښې او پنډۍ ستړي کېږي او درد کوي، که دا ورزش وکړئ، نو په درد کې به يې کمى راشي او ارامه به شي.

Loading...

دا هم ولولئ

خرما

د حضرت محمد (ص) د خوښې مېوه یا خرما داسې وخورئ

د حضرت محمد ص د خوښې مېوه یا د خرما د یوې دانې په خوړلو …