کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ممبۍ انډينز د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه
ډي کوک او ايشان کشن

ممبۍ انډينز د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

د ټرينټ بولټ زبردسته توپ اچونه او د ايشان کشن او کوانټين ډي کوک د زبردستې توپوهنې په مټ ممبۍ انډينز د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او د لومړۍ لوبې بدل يې ترې واخيست.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤١مه لوبه د چيناى سوپر کنګز او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ د شارجې کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې ممبۍ انډينز د لوبې پچه وګټله او لومړى چيناى سوپر کنګز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې توپوهونکو پرلپسې ويکټې له لاسه ورکړې او ونه توانېدل چې منډې ترلاسه کړې، خو سام کران بيا په وروستيو کې ودرېده او ٥٢ منډې يې وکړې، چې د اوړو پوزه يې کېښوده.

سام کران

چيناى سوپر کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١١٤ منډې وکړې. سام کران ٥٢، مهيندرا سينګ دهوني ١٦، عمران طاهر ١٣ ناسوځېدلې، شردل ټاکر ١١، رويندرا جډيجا ٧، امباتي رايډو ٢، فاف ډوپليسي ١، روټوراج ګايکواړ، ناراين جګاديسان او ديپک چاهار په صفر وسوځېدل.

د ممبۍ انډينز له لوري بيا ټرينټ بولټ په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په ٤ اورونو کې ٤ لوبغاړي وسوځول، ١٨ منډې يې ورکړې او ١ مېډن اور يې هم ترسره کړ.

همدا راز جسپريت بومرا او راهول چاهار ٢-٢ او ناتن کولټر نيل ١ ويکټ واخيسته.

د ١١٥ منډو هدف د ممبۍ انډينز لوبډلې په ١٢.٢ اورونو کې د کوم لوبغاړي سوځېدو پرته پوره کړ او د ١٠ ويکټو په ستر توپير يې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لومړۍ ماتې بدل يې ترې واخيست.

د ممبۍ انډينز له لوري ايشان کشن د ٥ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٣٧ توپونو ٦٨ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز کوانټين ډي کوک د ٢ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٣٧ توپونو ٤٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ايشان کشن

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټرينټ بولټ ترلاسه کړه، چې په نننۍ بريا کې يې مهمه ونډه واخيسته.

ممبۍ انډينز په ستر توپير د نننۍ لوبې په ګټلو سره په ١٠ لوبو کې ٧ برياوې خپلې کړې او د ١٤ نومرو په ترلاس کولو سره د اى پي ايل د جدول لومړي مقام ته لاړه، همدا راز چيناى سوپر کنګز بيا په ١١ لوبو کې ٨ ماتې وخوړې او د ٦ نومرو سره تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.

سبا د اکتوبر په ٢٤مه نېټه د اى پي ايل دوه لوبې ترسره کېږي. لومړۍ لوبه د کلکته نايټ رايډرز او ډيلي کاپيټلز ترمنځ په ابوظهبي کې ترسره کېږي چې د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې به پيل شي او دويمه لوبه د کنګز اليون پنجاب او سنرايزرز حېدراباد ترمنځ په دوبۍ کې ترسره کېږي چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد

د لنکا پريمئير ليګ زبردسته لوبه، کولمبو کنګز په سوپر اور کې بريا خپله کړه

د لنکا پريمئير ليګ لومړۍ لوبه ډېره زبردسته ترسره شوه، چې دواړو لوبډلو ٢١٩-٢١٩ منډې …