کورپاڼه / بېلا بېل / د سترګو رنګ ستاسې د شخصيت په اړه څه وايي؟
سترګې

د سترګو رنګ ستاسې د شخصيت په اړه څه وايي؟

په نړۍ کې د شاوخوا ٧٩ سلنه خلکو سترګې براون يا نسواري رنګ لري، له ٨ څخه تر ١٠ سلنه کسانو سترګې بيا ابي يا اسماني رنګه دي، همدا راز د ٥ سلنه کسانو د سترګو رنګ بيا هيزل (يعنې نسواري او شين رنګ) دي او د ٢ سلنه کسانو د سترګو رنګ بيا شين دى.

په دې اړه ډېرو څېړونکو څېړنې کړې دي، چې د سترګو رنګ د انسان په شخصيت څه اغېز لري، نن درته په همدې اړه معلومات درکوو، چې څه ډول سترګې د انسان په شخصيت څه ډول اغېز لري.

براون يا نسواري سترګې

نسواري سترګې

په دې اړه يوه سروې ترسره شوې وه چې پکې د ١٦ څخه تر ٣٥ کلونو عمر لرونکې ١٠١٦ ښځې شاملې وې. د دې سروې په پايله کې وويل شول، هغه ښځې چې د سترګو رنګ يې براون يا نسواري وي، د هغوى زړونه نرم وي او د دې ښځو ذهنونه هم تېز وي، د سترګو دا رنګ لرونکې ښځې د باور وړ دي.

تورې سترګې

تورې سترګې

هغه ښځې چې د سترګو رنګ يې تور دى، هغه ټولنيزې نه دي، همدا راز د دوى په شخصيت کې په ځان د باور عنصر هم ډېر کم وي.

ابي سترګې

ابي سترګې

د ابي سترګو لرونکې کسان بيا ډېر نرم زړونه لري. د کومو خلکو د سترګو رنګ چې دا ډول وي، د هغوى شخصيت هم ډېر اغېزناک وي او د خلکو پام ځان ته په اسانۍ رااړوي.

شنې سترګې

شنې سترګې

کوم خلک چې شنې سترګې لري، د هغوى شخصيت اغېزناک وي او همدا راز ډېرې تخليقي وړتياوې هم لري، خو دا خلک بيا غولونکي هم وي.

هيزل (نسواري او شين رنګ) سترګې

هيزل سترګې

هغه خلک چې سترګې يې هيزل (نسواري او شين) رنګ لري، دا خلک په هر ډول فشار کې په اسانۍ سره کار کولاى شي، دوى د خپل کار سره له حده زياته مينه لري.

Loading...

دا هم ولولئ

د پاخه عمر ښځه او سړى

څه ډول د ژمي په موسم کې د ډېر عمر لرونکو کسانو ساتنه وکړو؟

د ژمي په موسم کې هغه کسان چې ډېر عمر لري، له زیاتو ستونزو سره …