کورپاڼه / خبرونه / د محمد نبي د زوي کارنامه؛ چټکه سليزه يې ووهله
محمد نبي او حسن عيسى خېل

د محمد نبي د زوي کارنامه؛ چټکه سليزه يې ووهله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر محمد نبي، چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو او نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د نړۍ غوره الراونډر هم دى، د هغه زوي په يوه لوبه کې په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د محمد نبي زوي حسن عيسى خېل نومېږي، چې نوموړى اوسمهال د اکاډمۍ لوبډله کې لوبېږي، چې د اکاډميو ترمنځ لوبې د کابل کرکټ لوبغالي کې روانې دي.

حسن عيسى خېل ١

پرون د راشد خان کرکټ اکاډمۍ او نبي کرکټ اکاډمۍ ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې حسن عيسى خېل د نبي کرکټ اکاډمۍ لوبډلې لپاره لوبېږي.

دغه لوبه کې د راشد خان کرکټ اکاډمۍ لومړى توپوهنه ترسره کړه چې د نبي کرکټ اکاډمۍ ته يې په ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٤ منډې هدف وټاکه.

خو ياد هدف د نبي کرکټ اکاډمۍ په ١٣.٤ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې د راشد خان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

نبي او راشد خان کرکټ اکاډمۍ لوبه

په دې لوبه کې د محمد نبي زوى حسن عيسى خېل په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه، چې د ١١ شپږيزو او ١٣ څلوريزو په مټ يې په ٤٩ توپونو ١٣١ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

په دې لوبه کې د راشد خان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې يو بل هلک نسيم هم په ٦٦ توپونو ١٠٣ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

حسن عيسى خېل

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دا سيالۍ يې د ١٦ کلنو کم عمره ځوانانو ترمنځ له دې امله په لاره اچولي دي، تر څو د ١٦ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې ته ترې لوبغاړي غوره کړي.

د يادولو وړ ده چې محمد نبي چې په نړيوالو شل اوريزو او نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د نړۍ غوره الراونډر دى، اوسمهال نوموړى د اى پي ايل سياليو کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستاني لوبغاړي

که پاکستاني لوبغاړي بله تېروتنه وکړي، سيالۍ به لغوه او بېرته به خپل هېواد ته ولېږل شي

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رييس وسيم خان د ٦ پاکستاني لوبغاړو …