کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٤٢مه لوبه: ډيلي د کلکتې په وړاندې؛ ډيلي به ٨مه بريا خپله کړي؟
شيکر دهون

اى پي ايل ٤٢مه لوبه: ډيلي د کلکتې په وړاندې؛ ډيلي به ٨مه بريا خپله کړي؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سياليو کې نن دوه لوبې ترسره کېږي، لومړۍ لوبه چې په عمومي ډول ٤٢مه لوبه ده د کلکته نايټ رايډرز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا لوبه به د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې پيل شي.

ډيلي کاپيټلز لوبډله تراوسه پورې په روان ليګ کې ډېره ښه روانه ده، دې لوبډلې په ١٠ لوبو کې ٧ برياوې خپلې کړې دي او د ١٤ نومرو سره په جدول کې دويم دى، ممبۍ انډينز چې په جدول کې لومړى مقام لري، تېره ورځ يې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته په ستر توپير ماتې ورکړې وه او نېټ رن رېټ يې تر ډيلي پورته شو.

ډيلي کاپيټلز چې په روان ليګ کې ډېره ښه روانه ده، په وروستيو درې لوبو کې يې لومړى راجستان رايلز او بيا چيناى سوپر کنګز ته ماتې ورکړه، خو په اخري لوبه کې يې بيا له کنګز اليون پنجاب څخه ماتې وخوړه.

د ډيلي له لوري شيکر دهون او شرياس اير په توپوهنه کې ډېر ښه روان دي، شيکر دهون خو بيا د اى پي ايل په تاريخ کې ريکارډ هم جوړ کړى دى، چې په تېرو دوه لوبو کې يې پرلپسې دوه سليزې وهلي دي. هغه تراوسه پورې ٤٦٥ مندې ترلاسه کړې دي.

همدا راز کاګيسو رباډا بيا په روان ليګ کې تر ټولو زياتې ويکټې ترلاسه کړې دي او هغه ډېر ښه مخکې روان دى، نوموړي تراوسه پورې ٢١ لوبغاړي سوځولي دي.

بل لوري ته کلکته نايټ رايډرز په ١٠ لوبو کې پنځه برياوې خپلې کړې دي، چې په څلورم مقام کې قرار لري او که څه هم د مخکې تګ چانس ډېر لري، خو که نورو لوبډلو برياوې خپلې کړې، ښايي مخکې تګ يې په شک کې شي.

کلکته نايټ رايډرز په تېرو څلورو لوبو کې يوازې يوه لوبه کې بريا خپله کړې ده، هغه هم د سنرايزرز حېدراباد څخه چې په سوپر اور کې يې ترې لوبه وګټله، وروستۍ لوبه يې له رايل چېلنجرز بېنګلور سره ترسره کړې وه، چې ٨٤ منډې يې کړې وې او بېنګلور په ٨ ويکټو ماتې ورکړې وه.

د ډيلي کاپيټلز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلې بيا په ١٦مه لوبه کې سره مخامخ شوې وې، په دې لوبه کې ډيلي په ٤ ويکټو ٢٢٨ منډې کړې وې او په ځواب کې يې کلکتې په ٨ ويکټو ٢١٠ منډې وکړې، چې ډيلي په ١٨ منډو بريا خپله کړه.

وروستيو لوبو او حالاتو ته په کتو داسې ښکاري چې ډيلي کاپيټلز به د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته ماتې ورکړي او د جدول لومړي مقام ته به ځان ورسوي، خو هر څه به په لوبه کې معلوم شي.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

ډيلي کاپيټلز: پريتوي شاو، شيکر دهون، شرياس اير (لوبډلمشر)، ريشب پانټ (ويکټ ساتونکى)، مارکوس سټوينيس، شيمرون هيټماير، اکشر پټيل، ار اشوين، کاګيسو رباډا، انريک نورجه\ډينيل سامس او تشار ديش پانډى.

کلکته نايټ رايډرز: شوبمن ګيل، راهول تريپاټي، نيتيش رانا، ايون مورګن (لوبډلمشر)، دينيش کارتيک (ويکټ ساتونکى)، انډري رسل\ټام بانټون، پاټ کومنز\سنيل ناراين، لوکي فيرګوسن، پراسيد کرشنا، ورون چکرورتي او کلديپ يادو.

Loading...

دا هم ولولئ

کريس ګيل

اى پي ايل: نن د پنجاب، راجستان او کلکتې لپاره مهمې لوبې، د مخکې تګ پرېکړه يې نن کېږي

نن د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سياليو په لړ کې دوه لوبې …