کورپاڼه / خبرونه / وريندر سهواګ: خوشحاله يم چې کرکټ مې پرېښى او د جوفرا ارچر سره نه يم مخ شوى
جوفرا ارچر او وريندر سهواګ

وريندر سهواګ: خوشحاله يم چې کرکټ مې پرېښى او د جوفرا ارچر سره نه يم مخ شوى

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى مخکښ لوبغاړى وريندر سهواګ وايي، چې خوشحاله دى چې کرکټ يې پرېښى دى او د جوفرا ارچر له توپ اچونې سره نه دى مخ شوى.

وريندر سهواګ چې څو ورځې وړاندې (د اکتوبر ٢٠مه) يې کليزه وه او د ٤٢ کلونو شو، په ټولنيزو رسنيو کې ورته د کرکټ مشهورو لوبغاړي د کليزې مبارکي ورکړې ده.

هغه د هند کرکټ ملي لوبډلې له تکړه توپوهونکو څخه و، چې ١٠٤ ټېسټ، ٢٥١ نړيوالې يو ورځنۍ او ١٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې يې ترسره کړې دي، نوموړي په ټېسټ کې ٨٥٨٦، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٨٢٧٣ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٣٩٤ منډې ترلاسه کړې وې.

وريندر سهواګ په خپله يوه تازه مرکه کې د انګلستان د چټک توپ اچونکي جوفرا ارچر په تړاو ويلي دي، چې خوشحاله دى چې د هغه له توپ اچونې سره نه دى مخ شوى.

نوموړي په خپله مرکه کې وويل، زه ډېر خوشحاله يم چې له کرکټ څخه مې استعفا ورکړې ده او د جوفرا ارچر له توپ اچونې سره نه يم مخ شوى.

جوفرا ارچر د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى دى، چې په اى پي ايل کې اوس د راجستان رايلز لوبډلې لپاره لوبېږي. نوموړي د يادې لوبډلې لپاره تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړې ده او تراوسه پورې يې په ١١ لوبو کې ١٥ ويکټې ترلاسه کړې دي، همدا راز په روان ليګ کې ٦م لوبغاړى دى چې ډېرې ويکټې يې ترلاسه کړې دي.

٢٥ کلن جوفرا ارچر د انګلستان ملي لوبډلې لپاره ١١ ټېسټ، ١٧ نړيوالې يو ورځنۍ او ٤ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې په ټېسټ کې ٣٨، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٣٠ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ٥ ويکټې اخيستي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان (4)

د نړيوال جام خيانت؛ ولس تراوسه هم راشد خان ته غصه دى؟

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې يوه مهمه پېښه …