کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٤٣مه لوبه: د راشد خان او مجيب الرحمان لوبډلې نن يو ځل بيا مخ کېږي
مجيب الرحمان او راشد خان

اى پي ايل ٤٣مه لوبه: د راشد خان او مجيب الرحمان لوبډلې نن يو ځل بيا مخ کېږي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٣مه لوبه نن د دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې د کنګز اليون پنجاب او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دا لوبه به د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيل شي.

سنرايزرز حېدراباد لوبډله کې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان او د نړيوالو شل اوريزو او نړيوالو يو ورځنيو لوبو غوره الراونډر او د افغانستان تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي لوبېږي.

راشد خان ته که څه هم په هره لوبډله کې چانس ورکړل شوى دى، خو محمد نبي ته تراوسه پورې يوازې يوه لوبه کې چانس ورکړل شوى دى، د کين ويليمسن له ليرې کېدو وروسته هيلې وې چې محمد نبي به ولوبېږي، خو د هغه په ځاى جېسن هولډر ولوبېده او تېره لوبه کې يې زبردسته توپ اچونه ترسره کړه چې ښايي د محمد نبي چانس د لوبېدو نور پاتې نه وي.

بل لوري ته په کنګز اليون پنجاب لوبډله کې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان لوبېږي او سږکال هغه ته هم يوازې په يوه لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شوى دى.

سنرايزرز حېدراباد او کنګز اليون پنجاب تراوسه پورې ١٠-١٠ لوبې ترسره کړې دي او دواړو لوبډلو ٤-٤ برياوې خپلې کړې دي، چې حېدراباد پنځم او پنجاب شپږم مقام کې قرار لري.

دواړو لوبډلو ته وروستيو لوبو کې بريا ډېره مهمه ده، تر څو د پلى اف سياليو ته لاره پېدا کړي.

سنرايزرز حېدراباد وروستۍ لوبه د راجستان رايلز سره ترسره کړې وه چې په ٨ ويکټو يې بريا خپله کړې وه، همدا راز کنګز اليون پنجاب بيا په وروستۍ لوبه کې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته د ٥ ويکټو په توپير ماتې ورکړې وه. کنګز اليون پنجاب خپلې وروستۍ درې لوبې ګټلې دي.

د کنګز اليون پنجاب او سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ٢٢مه لوبه کې سره مخ شوې وې، چې سنرايزرز حېدراباد د ٦٩ منډو په توپير د پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

کنګز اليون پنجاب: کى ايل راهول (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، ماينک اګروال، کريس ګيل، نيکولاس پوران، ګلين ميکسويل، ديپک هوډا، جېمز نيشام، ايم ايشوين، روي بشنويي، محمد شامي او ارشديپ سينګ.

سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، جوني بيريسټو (ويکټ ساتونکى)، منيش پانډى، ويجى شنکر، پريام ګرګ، عبدالصمد، جېسن هولډر، راشد خان، شهباز نديم، سنديپ شرما او ټي ناټاراجن.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيويډ وارنر او کيرون پولارډ

اى پي ايل ٥٦مه لوبه: حېدراباد د ممبۍ پر وړاندې، نن به د حېدراباد او کلکتې د قسمت پرېکړه وشي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٦مه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او ممبۍ …