کورپاڼه / بېلا بېل / دوه پاکستانۍ نجونې چې له عملياتو وروسته هلکان شول
پاکستانۍ نجونې چې وروسته هلکان شو

دوه پاکستانۍ نجونې چې له عملياتو وروسته هلکان شول

په پاکستان کې دوه نجونو عمليات کړي دي، چې له عملياتو وروسته اوس هلکان شوي دي. دواړه وايي چې ډېر خوشحاله دي او کورنۍ يې هم د دوى په هلکانو کېدو خوشحاله ده.

دا دواړه نجونې د پاکستان د پنجاب ايالت د ګجرات اوسېدونکې وې، چې په اسلام اباد کې يې عمليات ترسره شو.

دا دواړه نجونې مخکې بشرا عابد او وافيه عابد نومېدې، چې اوس يې نومونه وليد عابد او مراد عابد شول.

پاکستانۍ نجونې چې وروسته هلکان شو

وليد عابد له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې له ماشومتوبه يې د نجونو کالي اغوستل او د نجونو کالي او د دوى په څېر ډول سينګار يې هېڅ نه خوښېده. هغه وايي، چې له ماشومتوبه يې ټول خويونه د هلکانو په څېر و او اوس ډېر خوشحاله دى چې له اسلام اباده خپل کور ته د هلک په کاليو کې لاړ.

وليد عابد همدا راز وايي، چې خويندې يې د دوه وروڼو په موندلو ډېرې خوشحاله دي.

د وليد پلار چې په ١٩٩٣ کال کې يې واده کړى و، ٩ لوڼې يې زېږېدلې وې، خو اوس يې دوه لوڼې له عملياتو وروسته هلکان شول او اوس ٧ لوڼې او ٢ زامن لري.

د دې دواړو خويندو عمليات د اسلام اباد په پاکستان انسټيټيوټ اف ميډيکل ساينسز کې ترسره شوي دي، چې د هرې يوې نجلۍ عملياتو ٦ ساعته وخت اخيستى او بېلا بېلو ډاکټرانو پکې برخه اخيستې وه.

پاکستانۍ نجونې چې وروسته هلکان شو ١

د دې دواړو نجونو له زېږېدو وروسته يې د نجونو غړي په واضحه ډول نه و څرګند شوي، له همدې امله ډاکټرانو يې تر معاينې او ټېسټونو وروسته پرېکړه وکړه، چې د دوى عمليات وکړي.

يو پاکستانى ډاکټر جنېد بيا وايي، چې ځينې ماشومان داسې زېږي چې د زېږېدو پر مهال يې د بدن غړي په سمه توګه نه وي څرګند شوي او د داسې ماشومانو عمليات بيا وروسته ترسره کېداى شي، چې هر لوري ته ډېر مايل وي، نو هماغه بڼه ته بدلېدلى شي، چې په همدې حساب سره دا دواړه نجونې هم له عملياتو وروسته هلکان شو.

Loading...

دا هم ولولئ

انګور

د چرګې له هګۍ هم غټ انګور ٣٠٠ ډالر بيه لري

پورته عکس فوټوشاپ شوى نه دى، بلکې دا د جاپاني انګورو يو ډېر ځانګړى او …