کورپاڼه / خبرونه / راشد خان هندي لوبغاړي وريديمان ساها ته د کليزې مبارکي ورکړه
راشد خان او وريديمان ساها

راشد خان هندي لوبغاړي وريديمان ساها ته د کليزې مبارکي ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ليګ سپينر راشد خان د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي وريديمان ساها ته د هغه د کليزې په ورځ د کليزې مبارکي وويله.

وريديمان ساها چې د هند کرکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکى او توپوهونکى دى، نن د ٣٦ کلونو شو، هغه په ١٩٨٤ کال کې د اکتوبر په ٢٤مه نېټه د هند په شکتي ګړ کې زېږېدلى و.

نوموړي په ٢٠١٠ کال کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې پيل کړې دي، چې تراوسه پورې يې په ٣٧ ټېسټ او ٩ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ګډون کړى دى.

هغه په ټېسټ لوبو کې ١٢٣٨ او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٤١ منډې کړې دي. همدا راز ټېسټ لوبو کې يې ٩٢ کېچونه او ١١ سټمپونه هم ترسره کړي دي.

وريديمان ساها په اى پي ايل کې د راشد خان سره ګډ په سنرايزرز حېدراباد لوبډله کې لوبېږي، چې تراوسه پورې يوازې په يوه لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شوى دى.

هغه د کلکته نايټ رايډرز پر وړاندې په لوبه کې لوبېدلى و، چې په توپوهنه کې يې ٣٠ منډې ترلاسه کړې وې.

د نوموړي د ٣٦مې کليزې په ورځ د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان هم هغه ته په ټويټر مبارکي ورکړې ده. راشد خان په ټويټر په يو ټويټ کې وريديمان ساها مينشن کړى دى او هغه ته يې ليکلي دي، چې کليزه دې ډېره ډېره مبارک او راتلونکى کال دې له برياوو ډک شه.


د يادولو وړ ده چې نن د سنرايزرز حېدراباد لوبه د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره ده، له راشد خان پرته په حېدراباد لوبډله کې محمد نبي هم شته، خو تراوسه پورې يوازې په يوه لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شوى دى، بل لوري ته کنګز اليون پنجاب کې مجيب الرحمان لوبېږي، چې هغه ته هم يوازې يوه لوبه کې چانس ورکړل شوى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …