کورپاڼه / خبرونه / سبا د کرکټ بورډ مخې ته د فرهان يوسفزي پر ضد پراخ لاريون کېږي
فرهان يوسفزى

سبا د کرکټ بورډ مخې ته د فرهان يوسفزي پر ضد پراخ لاريون کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي پر ضد سبا د کرکټ بورډ مخې ته پراخ لاريون ترسره کېږي، لاريونوال د فرهان يوسفزي د ګوښه کېدو او د ميليون جام د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

له دې مخکې بيا څو ورځې وړاندې په خوست ولايت کې د کرکټ بورډ او فرهان يوسفزي پر ضد لاريون ترسره شوى و، چې خلکو پکې د ميليون جام په خپل وخت ترسره کېدو غوښتنه کړې وه او همدا راز له ولسمشر څخه يې غوښتنه کړې وه چې فرهان يوسفزى دې محاکمه کړي.

د لاريونوالو له لوري خپلواک وېبپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: ((ټاکل شوې ده سبا يکشنبه سهار نهه نيمې بجې د ميليون جام سياليو ملاتړ کوونکي کابل کې د کرکټ بورد مخې ته يو پراخ لاريون وکړي.))

د فرهان يوسفزي پر ضد لاريون

په دغه خبرپاڼه کې همدا راز زياته شوې: ((خوست ولايت کې د پراخ لاريون وروسته به دا ځل لاريون کوونکي د کرکټ بورډ مخې ته د کرکټ بورډ د لندن ميشتي او ناکاره چيرمين فرهان يوسفزې او دده د ملګرو د ګوښه کېدو او دغه راز د پنځم پړاو ميليون جام ساليو ته د اجازې ورکولو غوښتنه کوي.))

د يادولو وړ ده چې ميليون جام ليګ د شاپور ځدراڼ په مشرۍ سږکال په خوست ولايت کې ترسره کېدونکى دى، خو کرکټ بورډ يې مخه نيولې ده او د کرکټ بورډ عمومي رييس وايي، چې د ميليون جام مسوولينو ټولې قانوني چارې نه دي بشپړې کړي، بل لوري ته د ميليون جام مسوولين وايي، چې دوى ټول قانوني اسناد په لاس کې لري او ميليون جام به په خپل وخت کې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى له هېواده بهر دى، هغه څو مياشتې کېږي له هېواده بهر تللى دى او د کرکټ بورډ ټولې چارې په انلاين بڼه تعقيبوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …