کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د ورون چکرورتي زبردسته توپ اچونه، کلکتې د ډيلي لوبډله ماته کړه
ورون چکرورتي

د ورون چکرورتي زبردسته توپ اچونه، کلکتې د ډيلي لوبډله ماته کړه

د کلکته نايټ رايډرز له لوري ورون چکرورتي او پاټ کومنز په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او د ډيلي پر وړاندې يې کلکتې ته ستره بريا ورپه برخه کړه. ورون په ٤ اورونو کې ٥ لوبغاړي وسوځول.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٢مه لوبه نن د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې د کلکته نايټ رايډرز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې ډيلي کاپيټلز د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کلکته نايټ رايډرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې نيتيش رانا په ٥٣ توپونو ٨١ او سنيل ناراين په ٣٢ توپونو ٦٤ منډې ترلاسه کړې.

د ډيلي کاپيټلز له لوري انريک نورجه، کاګيسو رباډا او مارکوس سټوينيس ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

کلکته نايټ رايډرز

د ١٩٥ منډو هدف په تعقيب د ډيلي کاپيټلز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٥ منډې وکړې او د ٥٩ منډو په ستر توپير يې له کلکتې څخه ماتې وخوړه.

د دوى له ډلې لوبډلمشر شرياس اير ٤٧، ريشب پانټ ٢٧، ار اشوين ١٤ ناسوځېدلې او شيمرون هيټماير ١٠ منډې وکړې.

خو د کلکته نايټ رايډرز له لوري ورون چکرورتي زبردسته توپ اچونه ترسره کړه، چې په ٤ اورونو کې يې ٢٠ منډې ورکړې او ٥ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز پاټ کومنز ٣ او لوکي فيرګوسن ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورون چکرورتي ته ورکړل شوه.

دا د کلکته نايټ رايډرز ١١مه لوبه وه، چې ٦مه بريا يې خپله کړه او ١٢ نومرې يې شوې، خو په جدول کې يې پورته تګ ونه شو، ځکه تر کلکتې پورته لوبډلې ټولې ١٤-١٤ نومرې لري، همدا راز ډيلي کاپيټلز بيا په ١١مه لوبه کې ٤مه ماتې وخوړه او په جدول کې په دويم مقام کې ده.

نن بله لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کنګز اليون پنجاب لوبډلو ترمنځ د دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

لنکا پریمئیر لیګ: د شاهد اپريدي لوبډلې لومړۍ ماته وخوړه

د جافنا سټالونز لوبډلې لپاره اویشکا فرنانډو په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه …