کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د پنجاب له لوري زبردسته توپ اچونه، اسانه هدف يې دفاع کړ، حېدراباد ګټلې لوبه وبايلله
کريس جورډن

د پنجاب له لوري زبردسته توپ اچونه، اسانه هدف يې دفاع کړ، حېدراباد ګټلې لوبه وبايلله

پنجاب د حېدراباد لوبډلې ته يو اسانه هدف ټاکلى و، خو حېدراباد که څه هم په پيل کې ښه توپوهنه پيل کړه، خو په وروستيو کې يې ډېرې لږې منډې هم ونه شې کولاى او په وروستيو درې اورونو کې يې ٦ ويکټې له لاسه ورکړې، پنجاب له خپل اسانه هدف څخه په زړه پورې دفاع وکړه او له حېدراباده يې په زړه پورې لوبه وګټله.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٣مه لوبه د کنګز اليون پنجاب او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلمشر ډيويډ وارنر پچه وګټله او لومړى يې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کنګز اليون پنجاب په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې نيکولاس پوران ٣٢ ناسوځېدلې، کى ايل راهول ٢٧، کريس ګيل ٢٠، منديپ سينګ ١٧ او ګلين ميکسويل ١٢ منډې ترلاسه کړې.

د سنرايزرز حېدراباد له لوري راشد خان، جېسن هولډر او سنديپ شرما په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، راشد خان په ٤ اورونو کې ١٤ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز سنديپ شرما او جېسن هولډر هم ٢-٢ ويکټې واخيستې.

د ١٢٧ منډو هدف په تعقيب که څه هم د حېدراباد لوبډلې په پيل کې ښه توپوهنه ترسره کړه او د پيل توپوهونکو يې ٥٦ منډې هدف وټاکه، خو په وروستيو کې يې پرلپسې ويکټې له لاسه ورکړې.

د سنرايزرز حېدراباد ټوله لوبډله په ١٩.٥ اورونو کې په ١١٤ منډو وسوځېده او د ١٢ منډو په توپير يې ماتې وخوړه. په وروستيو درې اورونو کې يې ٦ ويکټې له لاسه ورکړې.

د حېدراباد لپاره ډيويډ وارنر ٣٥، ويجى شنکر ٢٦، جوني بيريسټو ١٩ او منيش پانډى ١٥ منډې وکړې، همدا راز څلور لوبغاړو يې هېڅ منډه ترلاسه نه کړاى شوه.

د کنګز اليون پنجاب له لوري نن کريس جورډن او ارشديپ سينګ زبردسته توپ اچونه ترسره کړه او بايللې لوبه يې د پنجاب لوبډلې ته وګټله، دواړو ٣-٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز محمد شامي، ايم اشوين او روي بشنويي هم ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کريس جورډن ته ورکړل شوه.

دا د کنګز اليون پنجاب ١١مه لوبه وه چې پنځمه بريا يې خپله کړه او د ١٠ نومرو په ترلاسه کولو سره په جدول کې تر حېدراباد مخکې او پنځم مقام ته لاړه، همدا راز حېدراباد بيا ٧مه ماتې وخوړه او له پنځم څخه شپږم مقام ته کوزه شوه.

سبا د اکتوبر په ٢٥مه نېټه هم د اى پي ايل دوه لوبې ترسره کېږي. لومړۍ لوبه به د رايل چېلنجرز بېنګلور ترمنځ په دوبۍ کې او دويمه لوبه به د راجستان رايلز او ممبۍ انډينز ترمنځ په ابوظهبي کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

تيسارا پريرا

جافنا سټالينز لوبډلې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې ته ماتې ورکړه

تيسارا پريرا په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې وځلېده چې جافنا سټالينز ته …