کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ښځينه شل اوريزو چېلنج سياليو لوبډلې او مهالوېش
د ښځو شل اوريزې چېلنج سيالۍ

د ښځينه شل اوريزو چېلنج سياليو لوبډلې او مهالوېش

د هند کرکټ بورډ د ښځينه شل اوريزو چېلنج ٢٠٢٠ سياليو لوبډلې او مهالوېش اعلان کړى دى. دا سيالۍ چې تجارتي بڼه لري، د اى پي ايل شاوخوا کې ترسره کېږي.

په دې سياليو کې درې لوبډلې ګډون لري، چې سوپر نواس، ټرايل بلېزر او ويلو سيټي نومونه ورکړل شوي دي. د دې لوبډلو لوبډلمشري د هند د ښځينه کرکټ لوبغاړې هرمن پريت کور، سمريتي مندانا او ميتالي راج ترسره کوي.

په ښځينه شل اوريزو چېلنج سياليو کې ټولې څلور لوبې ترسره کېږي، لومړى به درې واړه لوبډلې دوه دوه لوبې ترسره کړي او دوه مخکښې لوبډلې به يې بيا پايلوبه ترسره کړي.

د نومبر په ٤مه نېټه به سوپر نواس د ويلو سيټي پر وړاندې ولوبېږي، د نومبر په پنځمه نېټه به ويلو سيټي د ټرايل بلېزر پر وړاندې ولوبېږي او د نومبر په ٧مه نېټه به ټرايل بلېزر د سوپر نواس پر وړاندې ولوبېږي. دوه مخکښې لوبډلې به بيا د نومبر په ٩مه نېټه پايلوبه ترسره کړي.

د کورونا له امله د اى پي ايل په څېر دا سيالۍ هم تراوسه پورې ځنډېدلې وې او اوس له هند څخه بهر په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

د درې واړه لوبډلو نوملړونه:

سوپر نواس: هرمن پريت کور (لوبډلمشره)، جميمه رودريګوس (مرستياله لوبډلمشره)، چماري اتاپتو، پريا پونيه، انوجا پټيل، رادها يادو، تانيا بهاټيه (ويکټ ساتونکې)، ششيکالا سريوردنى، پونم يادو، شکيرا سلمان، ارونادتي ريډي، پوجا وستراکار، ايوشي سوني، ايابونګا خاکه او مسکان ملک.

ټرايل بلېزر: سمرتي مندانا (لوبډلمشره)، ديپتي شرما (مرستياله لوبډلمشره)، پونم راوت، ريچا ګهوش، ډي هيمالتا، نظهت پروين (ويکټ ساتونکې)، راجيشوري ګايکواړ، هرلين ديول، جهولن ګوسوامي، سمرن دل بهادر، سلما خاتون، سوپي اکليسټون، ناتهاکن چانتم، ديندرا دوتين او کاشي ګوتم.

ويلو سيټي: ميتالي راج (لوبډلمشره)، ويدا کرشنا مورتي (مرستياله لوبډلمشره)، شفالي ورما، سشما ورما (ويکټ ساتونکې)، ايکتا بشت، مانسي جوشي، شيکها پانډى، ديويکا ويديا، سوشري ديبيا درشني، منالي دکشني، ليغ کسپيريک، ډينيل ويټ، سوني لوس، جهان ارا عالم او ام اناګها.

د هند کرکټ بورډ که څه هم له ډېر وخت راهيسې په دې هيله کې دى، چې د ښځو اى پي ايل سيالۍ هم پيل کړي، چې ډېرې لوبډلې پکې ګډون ولري او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه پکې ښځينه لوبغاړې ګډون وکړي، خو لا هم په دې نه دي توانېدلي او ويل کېږي، چې ښايي په راتلونکو دوه درې کلونو کې د ښځو اى پي ايل سيالۍ پيل کړي.

خو د ښځو شل اوريزو چېلينج سياليو کې هم د هندي ښځينه لوبغاړو په ګډون د نورو هېوادونو ښځينه لوبغاړې هم لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

په سريلانکايي ژبه کې د رحمان الله ګربز خبرې + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز چې اوسمهال …