کورپاڼه / د کرکټ بورډ د مشر لفظي تېروتنه او د ولس بېځايه برخورد

د کرکټ بورډ د مشر لفظي تېروتنه او د ولس بېځايه برخورد

خپلواک وېبپاڼه (۸ اکتوبر ۲۰۱۹): زموږ ډېری خلک یوه لویه ستونزه لري، چې ستر کارونو ته يې هېڅ پام نه وي، خو په وړو وړو تېروتنو بیا اسمان په سر رااخلي.

پرون په کابل لوبغالي کې د شپږیزې کرکټ لیګ مراسم و، چې په ډېر ښه ډول ترسره شو، چې زیاتو خلکو پکې ګډون کړی و.

د پرانیستې وینا پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي په پیل کې د (لوی او بخښوونکي خدای په نامه) په ځای ترې د (لوی او پښتون….) وویل شو، چې دا یوه لفظي تېروتنه وه او له هر انسان څخه دا ډول تېروتنې کېږي.

ځکه هېڅ انسان کامل نه دی، نو هر څوک دې خپل ګرېوان ته وګوري، د ورځې په جریان کې دې خپل ځان وڅاري چې څومره لفظي تېروتنې کوي او څومره نورې تېروتنې ترې کېږي.

خو د کرکټ بورډ د مشر په دغه لفظي تېروتنه ځینو خلکو فېسبوک په سر راواخیسته او دغه کسان په دې ښه پوهېدل، چې دا یوه لفظي تېروتنه وه، خو بیا هم دوی په دې وړه لفظي تېروتنه ډېر منفي نظرونه څرګند کړل، چې فکر کوم هر یو به يې د ورځې دا ډول ډېرې تېروتنې کوي.

موږ هغه خلک یو چې په وړو وړو شیانو پسې ګرځو او هغه څه چې ډېر مهم وي، د هغې په تړاو بیا ځان غلی اچوو.

د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي په خپلو پرونیو خبرو کې دوه مهمې خبرې وکړې، یوه دا چې کرکټ د مادي په ځای معنوي ارزښت ډېر لري، نو هېوادوالو لپاره يې د لوبو ټکټ وړیا کړ او له خلکو يې غوښتنه وکړه، چې د اکتوبر په ۸مه او ۹مه دې په وړیا ډول لوبې ننداره کړي.

دویمه خبره د کرکټ د ټلویزیون وه، چې هغه وویل د کرکټ ټلویزیون جوړولو لپاره يې کارونه روان کړي و، خو د ملي ټلویزیون مشر ورته وویل چې دوی هم د کرکټ ټلویزیون جوړوي. هغه وویل چې دواړه د دولت او ولس ادارې دي او د دواړو ادارو هدف ولس ته د کرکټ په ښه ډول رسول دي، نو يې پرېکړه وکړه چې له ملي ټلویزیون سره به د کرکټ ټلویزیون جوړولو کې پوره همکاري او مرسته وکړي او په ګډه به ورسره یو ښه ټلویزیون جوړ کړي.

همدا راز که موږ وګورو، څه موده مخکې زموږ ملي لوبغاړي له یو بل سره وران و، چې هېڅ لوبه ترې سمه نه ترسره کېده، خو د اوسني چیرمېن له راتګ وروسته تاسې ملي لوبغاړي ولیدل چې څومره له یو بل سره خواږه شوي دي، چې د بنګله دېش وروستی سفر يې ښه بېلګه ده، چې افغانستان ټېسټ لوبه کې بریا خپله کړه او درې اړخیزه سیریز يې مساوي کړې.

همدا راز د کرکټ ملي لوبډلې لپاره یو تکړه مخکښ مشر روزونکی وګمارل شو، چې د خپل وخت یو له ښو الراونډرانو څخه دی.

په کرکټ بورډ اداره کې يې ډېر اصلاحات راوستل او اداره يې ډېره منظمه کړه. نوموړي په خپله لومړۍ وینا کې ویلي و، چې د کرکټ اداره به له اقتصادي پلوه په پښو دروي او په هماغه لور روان دی.

نو راځئ چې له بېځایه نیوکو نه تېر شو او خپلو مسوولیتونو ته پام وکړو او خپلې ملي ګټې مو لومړیتوب وګرځوو.

بدبختي خو دا ده چې هغه خلک هم نیوکې کوي، چې په کرايي ټیکسي کې کرکټ بورډ ته راغلي و او بېرته چې تلل نو په دوبۍ کې يې کاروبارونه او په کابل کې یې لوی لوی کورونه جوړ کړي و.

هغه خلک چې کرکټ بورډ ته يې سیاست راوستی و، هغه خلک چې په فساد کې تر پوزې ډوب، لوبغاړو کې يې ډلې جوړې کړې وې او د کرکټ بورډ نه د ګوښه کېدو سره سم يې خپلې سیاسي قبلې هم بدلې کړې.

لیکوال: بېدار افغان

Loading...

دا هم ولولئ

شرياس اير

اى پي ايل: د ډيلي کاپيټلز لوبډلمشر شرياس اير ١٢ لکه روپۍ جريمه شو

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په ١١مه لوبه کې د ډيلي کاپيټلز …