کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پريټي زنټا: دې لوبې راوښودله چې تر پاى پورې مبارزه پکار ده
پريټي زنټا (3)

پريټي زنټا: دې لوبې راوښودله چې تر پاى پورې مبارزه پکار ده

پرون د کنګز اليون پنجاب او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې تر زبردستې لوبې وروسته کنګز اليون پنجاب په لوبه کې د ١٢ منډو په توپير بريا خپله کړه.

کنګز اليون پنجاب لومړى توپوهنه وکړه او د حېدراباد لوبډلې ته يې د ١٢٧ منډو اسانه هدف وټاکه، که څه هم حېدراباد ښه پيل وکړ، خو وروسته يې پرلپسې ويکټې له لاسه ورکړې. په وروستيو اورونو کې حېدراباد ته ډېرې لږې منډې پکار وې، خو د پنجاب توپ اچونکو په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او په وروستيو درې اورونو کې يې د حېدراباد ٦ لوبغاړي وسوځول او د اسانه هدف څخه يې دفاع وکړه او په لوبه کې يې په ١٢ منډو بريا خپله کړه.

د کنګز اليون پنجاب لوبډلې مالکې او د هندي فلمونو مشهورې هنرمندې پريټي زنټا هم ډېره خوشحالي څرګنده کړه. هغه چې لوبه يې په مېدان کې څارله، خوشحالي يې د ليدو وه.

پريټي زنټا په ټويټر کې په يو ټويټ کې وليکل، چې لوبې ته ډېره لېواله وه او نه ده ويده شوې. هغې وليکل چې د نن شپې لوبې دا ورزده کړل، چې بايد تر پاى پورې مبارزه وکړي.


په يو بل ټويټ کې هغه د لوبې د غوره لوبغاړي کريس جورډن او نورو لوبغاړو سره سيلفيانې اخيستي او په ټويټر کې يې خپرې کړي دي. هغې همدا راز د ټولو توپ اچونکو څخه مننه کړې ده او ويلي يې دي چې کى ايل راهول په زړه پورې لوبډلمشري وکړه. په ځانګړې توګه له منديپ څخه يې ځانګړې مننه کړې ده.


په يو بل ټويټ کې بيا پريټي زنټا د پرونۍ لوبې بريا د منديپ سينګ د پلار په نوم کړې ده. منديپ سينګ چې پلار يې تېره ورځ مړ شوى و، هغه په پرونۍ لوبه کې د پنجاب لپاره ښه وځلېده. نوموړې د هغه له کورنۍ سره غمرازي کړې او ليکلي يې دي، چې منديپ يو رښتينى زمرى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

په سريلانکايي ژبه کې د رحمان الله ګربز خبرې + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز چې اوسمهال …