کورپاڼه / بېلا بېل / خبيب: چې الله درسره وي، هېڅوک مو نه شي ماتولى
خبيب

خبيب: چې الله درسره وي، هېڅوک مو نه شي ماتولى

د ازادې مبارزې ستر اتل خبيب نور محمدوف پرون شپه خپل امريکايي سرسخته سيال جسټن ګيتجي ته ماتې ورکړې، چې په دې سره يې ٢٩مه مسابقه وګټله او له لوبو څخه يې خپله استعفا هم اعلان کړه.

د خبيب پلار چې څه وخت مخکې مړ شوى، له يادې سيالۍ وروسته يې د هغه سره ګډ عکس په فېسبوک کې خپور کړ او وې ليکل: ((چې الله درسره وي، هېڅوک مو نه شي ماتولى.)) هغه همدا راز له خپل پلار څخه مننه وکړه او وې ويل چې ټول ژوند دې راښودلى، الله دې په جنت کې اعلى مقام درکړي.

خبيب

خبيب چې په ازادو مبارزو کې د يوه ستر اتل په توګه پېژندل کېږي، پرون يې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه، دا د هغه ٢٩مه لوبه وه چې بريا يې پکې خپله کړه او په دې سياليو کې يې ستر ريکارډ هم جوړ کړ.

نوموړي له يادې سيالۍ تر بريا وروسته وژړل، د شکر سجده يې وکړه او وې ويل چې د دې برياوو لپاره يې شل کاله تمرينونه او کوششونه کړي وي.

خبيب ٢

داسې هم ويل کېږي چې خبيب ته خپلې مور ويلي و، چې له پلار پرته دې نورې دا سيالۍ نه ترسره کوي او هغه د خپلې مور ياده خبره ومنله.

٣٢ کلن خبيب نورمحمدوف په ١٩٨٨ کال کې د سپتمبر په ٢٠مه نېټه د هغه وخت په شوروي هېواد کې زېږېدلى و، چې په اوس وخت کې داغستان (روسيه) دى.

خبيب ٣

نوموړي ٢٩ سيالۍ ترسره کړې دي او ټولې سيالۍ يې ګټلي دي، په هېڅ سيالۍ کې هغه ماتې نه ده خوړلې. ٨ ځلې يې ناک اوټ برياوې هم خپلې کړې دي.

خبيب ١

خبيب سني مسلمان دى، همدا راز په اوار، روسي، انګليسي، ترکي او عربي ژبو باندې پوهېږي، هغه په ٢٠١٣ کال د جون په مياشت کې واده کړى دى، د ٢٠١٥ کال د جون په لومړۍ نېټه يې لور زېږېدلې، له هغه وروسته يې يو زوى په ٢٠١٧ کال کې د دسمبر په ٣٠مه نېټه او بل زوى يې د ٢٠١٩ کال د دسمبر په ٢٢مه نېټه وزېږېدى.

Loading...

دا هم ولولئ

لاسي بېګ

د ٦ ميليونه يورو د نړۍ تر ټولو ګرانبيه لاسي بېګ څه ځانګړتيا او هدف لري؟

په ايټاليه کې د لاسي بېګونو جوړونکي يو شرکت يو داسې ګرانبيه لاسي بېګ جوړ …