کورپاڼه / بېلا بېل / د ماهي د يوازېتوب ختمولو او خوشحالولو لپاره يې کليزه ولمانځل شوه
ماهي

د ماهي د يوازېتوب ختمولو او خوشحالولو لپاره يې کليزه ولمانځل شوه

د مايکو په نوم يو کب، چې د خپګان او يوازېتوب له امله يې د لامبو وهل پرېښي و او د يوازېتوب له امله ډېر خپه شوى و، چې ډېر وخت به يوازې پروت و، کليزه يې ولمانځل شوه.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، په فینلنډ کې د مایکو په نوم د یو  ښکاري کب ۱۶ کلیزه ولمانځل شوه، تر څو کب خوشحاله او زړه تنګي یې کمه شي.

مایکو د ښکاري کبانو له ډلې څخه دی، چې خورا خطرناک دی. مایکو نه یوازې له ځان څخه کوچنی کب نیسي بلکې له ځان څخه لوی کب باندې هم حمله کوي. آن تر دې چې د شارک ماهي شاوخوا محاصره کوي او خپل ښکار یې ګرځوي.

مایکو چې 35 پونډه وزن لري، څو ورځې د مخه ۱۶ کلن شوی دی او د ​​فنلینډ په یو تفریحي پارک کې ساتل شوی دی.

ماهي

مخکې له دې چې د کرونا ناروغۍ له امله پارکونه د عامو خلکو پر مخ وتړل شي. مایکو د خلکو په لېدو یو څه د خوشحالۍ احساس کاوه.

خو د کرنتین سره ـ سره د مایکو طبیعت  ورو ورو خرابېده. د مثال په توګه مایکو لامبو وهل پرېښودل او تر ډېره وخت به په یو ځای کې پروت و، چې بالآخره د تفریحي پارک ادارې د مایکو د خوشحالولو لپاره پرېکړه وکړه تر څو یې ١٦مه کلیزه ولمانځي.

د نوموړي پارک کار کوونکو د مایکو د پام غلطولو له پاره د مایکو تر څنګ ځیني خواړه کېښود تر څو د خوشحالۍ احساس وکړي. سربېره پردې یې د مایکو بدن په نرم برش سره هم آرامولو، چې بالاخره مایکو خوراک شروع کړ.

نوموړې اداره وایي چې د دې ټولو هڅو هدف یې مایکو د خپګان کمول و او دا د دوی له پاره یوه لویه بریا وه.

دوی زیاتوي چې د مایکو طبیعت د پخوا په پرتله خورا ښه دی او خپل عادي حالت ته ستنېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

لاسي بېګ

د ٦ ميليونه يورو د نړۍ تر ټولو ګرانبيه لاسي بېګ څه ځانګړتيا او هدف لري؟

په ايټاليه کې د لاسي بېګونو جوړونکي يو شرکت يو داسې ګرانبيه لاسي بېګ جوړ …